
د خپرېدو نېټه: (۱۶/۰۶/۱۴۰۵)
د داوطلبۍ ګڼه: (NSIA/1405/NCB/W-2729)
د احصايې او معلوماتو عمومي اداره ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۵ مالي کال لهپاره د دې ادارې اړوند د دارالامان او زړو مکروریانو آسان خدمت مرکزونو کې د فزیکي بدلونونو راوستلو او ساختماني چارو (مصنوع) د پرانېستې داخلي داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د داوطلبۍ شرطپاڼه په سافټ بڼه او وړیا ډول د دې ادارې له ویبپاڼې او همدارنګه د ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د اوومې ناحیې اړوند، چهلستون پر سړک، د بابر باغ ترڅنګ د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې په لومړي پوړ (الف-۰۷) خونه کې موقعیت لري، ترلاسه کړي.









