
د کلي انجونو به رانه سبزي په قرض اخستله
خو ما به ورنه د نومونو پوښتنه نه کوله چي
د چا څه نوم دى ❔
چې کله به کومې انجونی پيسې راکولې نو
کتابچه به مې غلې وکتله او ورته به مې وويل
چې دومره پيسې قرضدارې یې ، انجونې هم
راته حيرانې وې چې دا هلک څنګه ﺯمونږ قرض
معلوموي ليکي يې هم نه او نه یی زمونږ نومونه ﺯده دي بيا هم قرض کې نه غلطيږي.!
برررررر شو يوه ورځ يې رانه کتابچه پټه کړه
چې پکې ليکلې مې وه 😡
نرۍ ملا والا: 80 افغانۍ 😂
چاغه: 130 افغانۍ 😅
ليونۍ: 50 افغانۍ 🤪
تور مخې: 90 افغانۍ 😡
داړه وره: 170 افغانۍ 😬
مېښه: 65 افغانۍ 🐂
خړ سترګې 40 افغانۍ 😎
ميکپ والا: 100 افغانى 😂
بريتو والا: 140 افغانۍ 🙉
په ضمانت دي خنده وم🤣
@PashtoJokes3









