ستا خبري دي خوږې بلادي واخلم
ستا دسترګو په ارمان یمه راغلئ
یودم کښې نه څوشیبې بلادي واخلم
انتظار شمه که ولاړشمه لالیه ?
ته راځې کنه راځې بلادي واخلم
څنګه خوند دزندګئ درپکې نغښۍ
ړنګې بنګې حجرې بلا دي واخلم
تربیه دي کړم په هرڅه دي دانا کړم
واه قربان دي شم ادې بلادي واخلم
چي ته نه یې پکښې زه به یه نوڅه کړم
نورنوځم له دي کوڅې بلادي واخلم
پښیمان په تیرو کړنو عبیده یم
نورې نه کړمه وعدې بلادي واخلم
عبیده وصال
#الکوثر_بصري_څانګه






![[شــهـــادت..🌱] Telegram channel](https://cdn.tgdio.com/channels/2026/07/SHAHADAT_iir.webp)
