الکوثر بصري څانګه Telegram channel photo

الکوثر بصري څانګه

الکوثر بصري څانګه تاسو تـــــه وخت په وخت نوي شعرونه حمدونه نعتونه وړاندي کوي

Desiاردوپاکستان

9

Last views

2.1k (2,113 subscribers)
اراکین
—
Rating
50
Total Posts
Oct 18, 2026, 12:37 AM
اپ ڈیٹ کیا گیا
May 11, 2026
Created
Stats

آپ اردو میں مواد دیکھ رہے ہیں۔ دوسری زبانوں میں مواد دیکھنے کے لیے سائٹ کی زبان تبدیل کریں۔

Channel Information

Channel Information
Channel Nameالکوثر بصري څانګه
Username@alkowsar_basry_sangah
CategoryDesi
Languageاردو
Countryپاکستان
اراکین2,113
Channel TypePublic Channel
Created11 مئی، 2026
Last Updated18 اکتوبر، 2026 • 5 دنوں پہلے
StatusActive

درجہ بندی

عالمی درجہ بندی
#374659-752
زبان کی درجہ بندی
#803-2
زمرہ کی درجہ بندی
#15086-19

سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ

کل: 2.1K30 Days growth: -502.3%
09/1809/2309/2810/0310/0810/1310/17
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - 30 Days
DateSubscribers
18:09:20262,163
19:09:20262,163
20:09:20262,145
21:09:20262,145
22:09:20262,145
23:09:20262,145
24:09:20262,145
25:09:20262,145
26:09:20262,145
27:09:20262,145
28:09:20262,145
29:09:20262,145
30:09:20262,145
01:10:20262,145
02:10:20262,145
03:10:20262,145
04:10:20262,145
05:10:20262,145
06:10:20262,145
07:10:20262,145
08:10:20262,145
09:10:20262,145
10:10:20262,145
11:10:20262,145
12:10:20262,145
13:10:20262,145
14:10:20262,145
15:10:20262,145
16:10:20262,145
17:10:20262,113
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Weekly
DateSubscribers
Week of 11:05:20262,294
Week of 18:05:20262,294
Week of 25:05:20262,294
Week of 01:06:20262,294
Week of 08:06:20262,294
Week of 15:06:20262,294
Week of 22:06:20262,294
Week of 29:06:20262,294
Week of 06:07:20262,263
Week of 13:07:20262,263
Week of 20:07:20262,263
Week of 27:07:20262,263
Week of 03:08:20262,263
Week of 10:08:20262,263
Week of 17:08:20262,173
Week of 24:08:20262,173
Week of 31:08:20262,169
Week of 07:09:20262,163
Week of 14:09:20262,145
Week of 21:09:20262,145
Week of 28:09:20262,145
Week of 05:10:20262,145
Week of 12:10:20262,113
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Monthly
DateSubscribers
May 20262,294
June 20262,294
July 20262,263
August 20262,173
September 20262,145
October 20262,113
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Yearly
DateSubscribers
20262,113

تازہ ترین پوسٹس

الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

21 اکتوبر، 2026، 15:07

راته وکړه څو کیسې بلادي واخلم
ستا خبري دي خوږې بلادي واخلم

ستا دسترګو په ارمان یمه راغلئ
یودم کښې نه څوشیبې بلادي واخلم

انتظار شمه که ولاړشمه لالیه ?
ته راځې کنه راځې بلادي واخلم

څنګه خوند دزندګئ درپکې نغښۍ
ړنګې بنګې حجرې بلا دي واخلم

تربیه دي کړم په هرڅه دي دانا کړم
واه قربان دي شم ادې بلادي واخلم

چي ته نه یې پکښې زه به یه نوڅه کړم
نورنوځم له دي کوڅې بلادي واخلم

پښیمان په تیرو کړنو عبیده یم
نورې نه کړمه وعدې بلادي واخلم

عبیده وصال
#الکوثر_بصري_څانګه
9003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

20 اکتوبر، 2026، 20:38

شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ !!!

تیارې دي کړلې ختمي راغلې بیا تر خپل دفترهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ
ډېـــوې دي بـــلي کــــړي مـــجاهـــدهٔ تر سنکرهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ

چې وتړې د ټول هېواد پاخهٔ لوی کانالونه
را شنهٔ بهٔ شي پسلونه
دا غرونه او دا دښتي غواړي رنګا رنګ ګلونه
پهٔ تمه دي ډېر زړونه
راځـــه زهٔ دي مــــلـګری یـــم طالبهٔ تر محشرهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ

هېواد د تــېر پـــشانې غواړي بیا د زړګي وینهٔ
لهٔ هــــر یــــوهٔ حسینهٔ
پهٔ خوب او غفلت نهٔ کېږي د غرو پهٔ رقم مینه
قربان شهٔ بیا لهٔ دینهٔ
را تاو دي کړهٔ شمله نن د زخمي ولس لهٔ سرهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ

تهٔ ناست یې پر مقام باندي د ورک شهید لالي
پرې ونهٔ کړې قومي
سینه دي کړهٔ پراخه چي شیطان نهٔ کړې راضي
هر ځای دهٔ خوشحالي
د ټولهٔ امت هیلي ستا پهٔ غېږ کي دي دلبرهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ

پهٔ ورځ د آخرت بهٔ دي بیا نیسي شهیدان
حیران بهٔ شې حیران
یتیم بهٔ دي هم وهٔ نیسي پهٔ چیغو تر ګرېوان
کهٔ هېر دي کړهٔ غازیان
راسخ مُلا ! احتیاط کوه آخــــــر ځــې پهٔ سفرهٔ
شوې خلاس لهٔ هر خطرهٔ

راسخ فراهي!
#الکوثر_بصري_څانګه
36005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

20 اکتوبر، 2026، 20:36

مسافرۍ ټپی

مسافرې ده فردیسې ده
زړه رانه غواړې دخپل ورک یار دیدنونه

په جدایی چې نا خبر وې
دمسافرو ده زړو واخلئ احوالونه

دبلتون اور چی چیرې بل وي
پر هغه لاره رنځوران خلګ ور ځینه

یار مې واي خپل کلې ته راشه
زه دغربت څفو اخیستی یم مینه

زما قسمت څخه ګیله ده
د خپل وطن څخه مې لري ګرځوینه

د فراق درد چې چا لیدلئ
دمسافرو قدر ها خـلـګ کـویـنـه

ملا د صبر تعویض راکړه
د یار نشتون دئ ماته نه راځي خوبونه

د ګران یادونه لکه پاڼي
چی یو په بل یې اړوم خوند راکوینه

دمسافرو مل شې خدایه
یو به ستومان وې بل به نلري خوبونه

شونډو مې وچ فترې نیولې
دیار فراق دﺉ ما ارام ته نه پریږدینه

د بیلتانه شمال وهلۍ
داسي ټپي چي روقانی وفا لیکینه

شاعر روقانی وفا
#الکوثر_بصري_څانګه
33003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

20 اکتوبر، 2026، 19:00

د انصاف په رڼا ښکلی مو نظام دی
په رښتیا او صداقت کې لوړ مقام دی

چې په کور د زړونو بل د علم نور شي
بیا نو وران د هر یو ظلم ماتم بام دی

چې پر شونډو د یتیم مسکا خپره شي
کړېدلی دردېدلی زړه  آرام دی

امارت د خدای رحمت دی چې راغلی
پکي یو شان حق او ځای د خاص او عام دی

د وحدت ږغ کړ طالب منصوري پورته
د انسان مینه  د ژوند ښکلی پیغام دی

طالب منصوري شنډنډوال
#الکوثر_بصري_څانګه
35005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

20 اکتوبر، 2026، 14:36

عاطفي ستړیا!

د زړه په زور که چیغه وې، د زړه چاودلو شک دی
درد لا ګاللی نشم نور، زما د وژلو شک دی

د مازدیګر پر لمر لوېدلو دې فراق را درومي
بېلتون دې غشی شي، قربانه، د ویشتلو شک دی

سهار ماښام دې له یادو سره سندرې غوږ کړم
زما له سندرو سره سم د زړه خوړلو شک دی

رابطو دومره له کاره وتی کړم، چې فکر مه کړه
زما زړګي ته چې څوک راشي، بیا د وړلو شک دی

رسالته! ستا د بېلتانه زندان وژلی ښه یم
کنه زه دومره نه یم، بیا د زړه بایللو شک دی

رسالت رسان
#الکوثر_بصري_څانګه
47006
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

19 اکتوبر، 2026، 20:51

‏ختم یم، لیمو کې مې نظر نشته
‏زړه کې مې د غم سیوری ده، لمر نشته
‏
‏ما د هرې لارې څار نیولی ده
‏پلونه دلته شته، زما دلبر نشته
‏
‏څه بدرنګ خزان مې په ځوانۍ راغی
‏حسن کې مې هغه سې اثر نشته
‏
‏ما یو څه بېللي، ته خبر نه یې
‏ځکه مې په ژوند باندې اختر نشته
‏
‏ولې شاته پاتې له کاروان یې ته؟
‏ځه ثقیف سادات، هېڅ خطر نشته

شاعرثقيف سادات
#الکوثر_بصري_څانګه
56006
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

19 اکتوبر، 2026، 20:51

ستا د مینې په رڼا کې مې قرار دی
ستا د یاد په هره ساه کې مې بهار دی

ستا د حسن په صفت کې اخلاص غواړم
ستا د مینې په مکتب کې مې وقار دی

د وفا په لار روان یمه جانانه زما
د رښتینې مینې نوم مې افتخار دی

مینه هغه ده چې زړونه سره یو کړي
د مخلصو زړونو برخه یې انوار دی

چې د زړونو په نړۍ کې وي وفا
د محبت هره شېبه لکه ګلزار دی

طالب منصوري! د اخلاص لمنه ټینګه کړه
د رښتینې مینې ژوند تل پایدار دی

طالب منصوري شنډنډوال
#الکوثر_بصري_څانګه
54003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

19 اکتوبر، 2026، 15:03

له قرآنه افاده ڪړئ تقلیدونه
بد بینیو څخه و ساتئ نيتونه

ښځه ورنه کړئ د مړي پۀ بدل کې
چې يې خاورې شي د ژوند ټول ارمانونه

مصارف د مراسمو لږ را کم کړئ
هسې نه چې تر حساب تېر شي قرضونه

چې ځوانان او پېغلې اړ شي نا روا تۀ
تر دې دا ښۀ ده چې کښته شي مهرونه

تجارانو رحم وکړئ پر مظلومو
چې لوړ نه کړئ د اجناسو قېمتونه

فکر وکړئ د هر کار و اندازې تۀ
ښه تعقيب کړئ د زعیم ټول فرمانونه

بريال وايم هېوادوالو لاس په کار شئ
لا تر څو بۀ نيسو بل چا ته لاسونه

بريال مسجون
#الکوثر_بصري_څانګه
58005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

19 اکتوبر، 2026، 15:03

غزل

سر مې دی اېښی شبګیرو سره
اوښکې مې توی شوې ستا له تلو سره

دا ستا غمونه او دردونه آشنا
مل دې زما د نیمو شپو سره

د وجود پاڼې مې خزان شي ټولې
چې غزه ووینم لمبو سره

د زمانې له خلکو ستړی شومه
خلوت ته ځمه د سجدو سره

رنګ به دې هله واخلي زړه مشره
چې په رښتیا لاړ شې د ښو سره

د کهف قطمير به هم جنت ته ځې
د نېک صحبت له فلوشو سره

که غوره کړې ته د نېکانو لار
ته به هم لاړ شې د هغو سره

پر حقان فضل وکړې اې ربه!
د دې بې‌شمېره ګناهو سره

جنید حقان
#الکوثر_بصري_څانګه
52002
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

19 اکتوبر، 2026، 12:08

دخدای نصرت چې راسره وې نړۍتاڅه کووم
ستا هرارمان به خود اِیره وې نړۍتاڅه کووم

ماته درب مرسته کافي ده چاته نه یم محتاج
بس الله پاک ته زما اسره وې نړۍتاڅه کووم

د ستا په پله باندې پل نږدم مسلمان یم شکر
کرکه مې تل له ستا سره وې نړۍتاڅه کووم

زه سپین نیظام سپین امارت افغانستان لرمه
نوبیا به یې خودښا ثمره وې نړۍتاڅه کووم

زه له وختوو؟نه په غیرت اوشجاعت یادیږم
مآله دوښمن اِستې جرړه وې نړۍتاڅه کووم

تاریخ چې زما دننګ کیسې کړی لوګری ثاقبه
ځکه ایمان زما بې جوړه وې نړۍتاڅه کووم

ثاقب لوګری
#الکوثر_بصري_څانګه
61005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

18 اکتوبر، 2026، 19:32

‏د خوږ نبي ﷺ د دیدار ارمان
‏
‏یو ګنهګاره اُمتي یمه، ورتللی نه شم
‏د سخت فراق یې قرباني یمه، ورتللی نه شم
‏
‏درود وَیَل پر مصطفی ﷺ راباندې خوږ لږېږي
‏پروت پر عجم له ناوسي یمه، ورتللی نه شم
‏
‏د ګران حبیب ﷺ دیدار مې یا ربه په خوب کې راکړه
‏خیر دی، په دې زه هم راضي یمه، ورتللی نه شم
‏
‏زما د خوار قسمت ارمان داسې ویده پاتې دی
‏خفه په خپله بېوسي یمه، ورتللی نه شم
‏
‏ثقیف سادات  له بېلتون مې په زړه رنځ جوړ شوی
‏نا خوښ په خپله تنهایي یمه، ورتللی نه شم
‏
ثقیف سادات
#الکوثر_بصري_څانګه
67009
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

18 اکتوبر، 2026، 13:04

اړه ولۍ یې په غم زما هوَس دی
دمرګي خولې ته راغلۍ مې نفس دی

بې وسۍ مې زړه دې حد ته رسولئ
دمرغۍ په شان بندې په یو قفس دی

چې دخپلې زنـدګئ کتاب ته ګورم
ماتیرکړئ ټول ژوندون یاره عبث دی

ما پرې ایښئ نا ځوابه هسې پاتې
هر یو ښکلې راته کړئ یو جرس دی

ماته ومـه دزړه تنده بانـدي ګله
که راولیږې تصویر یو دانه بس دی

عبیده وصال! نیولئ په سینې دی
پاتـه ستا یاد ګار ورته اخرس دی

عبیده وصال
#الکوثر_بصري_څانګه
70006
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

18 اکتوبر، 2026، 13:02

له شته استعدادونو څخه کار باید واخلو
ژغورلو د وطن تۀ ستن او تار باید واخلو

چې څوک پۀ مونږه ګرم وي راځئ ژر به ځواب ورکړو
لۀ هر ظالم دښمنه څخه وار باید واخلو

پۀ مونږ چې تجاوز کړې کۀ بادار کۀ یې غلام وې
له دوی څخه خپل غچ ښۀ په تلوار باید واخلو

پۀ مونږه یې دا امن پېرزو نۀ دی د یهودو
کوښښ د بې امنۍ کړې دآ افکار باید واخلو

منوو چې مونږ یوازي هر يو ملک راته غدار دی
دعاوې د نصرت لۀ خپل بادار باید واخلو

ثاقبه لوګریه دا د دې وخت تقاضاء ده
د ټانګ او طیارې ضد ماشیندار باید واخلو

ثاقب لوګری
#الکوثر_بصري_څانګه
67007
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

17 اکتوبر، 2026، 14:19

غزل

دا چې نرۍ، نرۍ اوبه مې لۀ لېمو راځي
لالیه ستا د ديد اړتيا زړه ته ورو، ورو راځي

د زړه لۀ کوره د غمونو خزان کډه کړې
د ژوندانه غوټۍ مې بيا پۀ سپړېدو راځي

دلبر؛ چې تللی دی ما روغه ورځ لیدلې نه ده
قسم دی اوښکې نا قرارې تر بڼو راځي

پۀ ډنډو سترګو او پۀ مات قدم روان شو رانه
نۀ پۀ دعا او دم او نۀ پۀ آياتو راځي

دومره دردونه حسوم ځان کې چې حد نه لري!
ياره د زړه د ضربې غږ مې تر غوږو راځي

برياله ستا په ژوند چې چا دومره اغېز کړی دی
تم شه هغه بۀ بېرته تاته پۀ سوالو راځي

بريال مسجون
#الکوثر_بصري_څانګه
85005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

17 اکتوبر، 2026، 09:40

دحسن پيره یاره دیوسف ورورته یې
چې پرې ودان ابادمې دزړګی کورته یې

اوږده باڼه غشي لرې خواږه چشمان
چاته فرهرجوړیږې چاته ټکور ته یې

ستاسپین جبین نظرنشې زمادنګه یاره
سترګي دراوړی ګرانه په ګوتوجوړته یې

ستا یو کتل مونږ ته خوږ ترعسل ګبین
ستاعاشقان مجنونان په زړوراخورته یې

لرې ګلاب ځواني ګل یې  ګلرنګه یاره
دخوشبویانومرکز داسې سمسورته یې

چې یې در ړنګ زړګی ستاثاقب لوګری
په تایې ژوندروښان هم ورته شورته يې

ثاقب لوګری
#الکوثر_بصري_څانګه
80003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

17 اکتوبر، 2026، 09:40

ته چې روان شوې، تا نو چا ته کتل؟
قربانه، وایه، تا چې شاته کتل
زما دې اوښکې بې‌اختیاره توی کړې
چې زما بېوسه زړګي تا ته کتل

وختونه تېر شول، انتظار لټوم
زاړه یادونو، کې ستا لار لټوم
د ماشوم زړه پر دېوالونو لیکم
بېلتونه، خاورې شې، تا ما ته کتل؟

شونډې مې غوڅې ګرځوم ورپسې
وینه په لپو لپو خورم ورپسې
ما یې له درده قرار نه درووښتی
زما رقیب چې هغه خوا ته کتل

د یاد ډیوې په نیمه شپه بلوم
د رسالت زړه پر سینه بلوم
هر درد به خپله سزا ژر وویني
چې درد یې شپه کې خپل ژړا ته کتل

#رسالت رسان
#الکوثر_بصري_څانګه
77003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

16 اکتوبر، 2026، 21:01

نعت شریف..

پـر زړه ستا د یادونو طوفاني باران را اوري
دا ځکه خو نــامه د لېــوني ده په  ما پوري

چي کله به دا تش تصور غاړي وزي  مصداق ته
سیده مې چې قدم شي محترمه ستا په لوري

درځمه هره شپه د خوب نړۍ په دغه طمعه
چي و وینم په تاکي مې د یار چیشماني توري

حلـقې د مئینانو دي پر ځمکه باندي جوړي
لـــه بَـــره اسمـــانو څخه ملـکې ورته ګوري

لذت ورته د شاتو تار و نار دی زه یې جار شم
دا تــوري د جـانـان د نـامه بیا ووایــه موري

زورېږه یې خبیبه د سپیڅلي عشق له درده
تر څو چي یې در رسي د کرم او لطف سیوري

طالب خبیب اِلْ یاسین
#الکوثر_بصري_څانګه
72005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

16 اکتوبر، 2026، 20:49

غــزل

زه له رڼــاڅخــه وه تـــوري تـاریکـــــــي ته ځمــه
اوس له مسجـد نه راوتلــې میکـــــــدي ته ځمــه

که څوک له ماڅخـه دمینـي تعـریف هـم وغواړي
زه دیــوسـف او زلیخـي تیـــري کیســـي ته ځمــه

زما دګـل پـه څیــر لالـی فکښـي دفــن دی خلګــو
ځکـه چـې هـر ځلـي دي پـوري هــدیـري ته ځمــه

دومـره ګنــاوي مـي پــرتـي دي پـر اوږو خـــالقــه
کـرم دي غواړمـه هــر دم درتـه سجــدي ته ځمــه

سر پر ځنګـون نـاستـه له ځـانـه سـره غلـــي ژاړي
هر وار یـې غیږي ته په نیت د مخه ښي ته ځمــه

یـو ځـل یــي ښــه مطالعـــه د ملاقـات کـــــومــه
بیـایـه واحـد محبـوب د کور وه دروازي ته ځمــه

واحدمحبوب
#الکوثر_بصري_څانګه
65003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

16 اکتوبر، 2026، 19:36

د اغزو په مقابل کې  اغزې نه وې
د اغزو په مقابـل کې، ګلان ورکړه

د تاریخ پر مخ یې نوم شولو روښانه
داسې ستره قربانې چې افغان ورکړه

د خپل نفس له پاچاهۍتېرېدل زده کړه
د تقـــوا په ژبه  نوی بیان ورکړه

د مظلوم د اوښکو.قدر دی پکاره
د یتیم په وچو شونډو خندان ورکړه

دا سړی څومره د ګل په څېر دی نرم
و دوښمن ته یې د عفوې فرمان ورکړه

نصـــــرت آغا دا سړي د قدر وړ دې
و تاریخ ته یې په وینو عِنوان ورکړه

م نصرت آغا طالب
#الکوثر_بصري_څانګه
63006
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

16 اکتوبر، 2026، 19:35

درپسې دردمې کوي زړه یوسف مخیه یاره
بیلتون ځپلی یمه زه یوسف مخیه یاره

دستا لیده ماته اشنا لکه ملهم جوړیږي دم جوړیږي
رنځوررنځور به شمه ښه یوسف مخیه یاره

ستا جودایي کې راحصار یمه زماجانانه وقربانه
نه به ارام شم نه ویده یوسف مخیه یاره

یوڅوک زما زړته یازخم یادرمل جوړیږي تل جوړیږي
راپیښیدای شي داهرڅه یوسف مخیه یاره

زماپه څير شته په لالي باندې مې ډیرمَیَنْاَنْ دې غمازان
یوبل ته کړو دغه خواله  یوسف مخیه یاره

ثاقب دې مینه کې ملنګ ده وا خواږه دیلبره ودیلبره
ورته موهیم یې ګرانه ته یوسف مخیه یاره

ثاقب لوګری
#الکوثر_بصري_څانګه
53003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

نـه یې بـاسـمه له زړه  زړه کې يې ساتم
دي له شاتو نه خواږه  زړه کې يې ساتم

تسلي مې دمات زړه ورباندې کیږي
ســتا یادونه مـیلمانه  زړه کې يې ساتم

ما به مړ کړي یاره زه په ځان پوهېږم
هغه ستا روستي کاته  زړه کې يې ساتم

لږیدلی خاص دزړه په سر یم یاره
په خنجر د بیلتانه  زړه کې يې ساتم

دچا دید باندې مې زړه داسې شي نرم
لکه اور باندې اوبه  زړه کې يې ساتم

ای مطیع اللّٰه په ما ډېر خوږ لږيږي
شمه ځار يې له نامه  زړه کې يې ساتم

ط مطیع اللّٰه حازم
#الکوثر_بصري_څانګه
68005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

ربــــه لــــه ستورو څــه ګيله نه کوم
سپوږمــــۍ پـــه خپله مهربانه نه ده
زه چي نظر ده لمر وه خواته وه کړم
دنيا هـــــم دغســـي روښانــــه نه ده

زما کليوال پاچا مي اُوس ياره پُښتنه نکړي
زموږ زندګې وَچاته ګرانه نه ده

زه په ټوک ټوک جاموکې ګرځم ګذاره کوَمه
ستا عقيده خو مسلمانه نه ده

زه ترينه ځمه په زړګي کي ده يار نوم او تصوير
مسافرې ګوره أسانه نه ده

څوک ده ښايست په بازارونو کي ړانده ګرځيدل
ده هرچا ژبه ترجمانه نه ده

وخت لکه پيغله په ځان ښه سِنکار کوې او روان
ده زلفو پيچه يه ارزانه نه ده

بنيامين غورماچی اُوس څنګه رابطه وه ساتې
مينه له وخته بي ارمانه نه ده

بنيامين غورماچي
#الکوثر_بصري_څانګه
66009
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

رهبر ته ډالۍ!!!

پـــر ځان منو ستا هـــر فــرمــان هرۀ وینا، رهبرۀ
تۀ مـــو یـــې مشر مـــــوږ کـــوو درتۀ دعا، رهبرۀ

تا شـل کــــلن وحــشي دښمن تۀ عفوه هم وکړلۀ
رب دي کــړۀ عمـــر زرکلــــن پـــر دې دنیا، رهبرۀ

تا خــپل تنــکی بچـی روان کــړلـو پر لاره باندې
د بـــدرالــدیـــن او د منصور، ملا داد الله، رهبرۀ

هغه چي تا یې مغرور سر کړلو ور غوڅ پۀ توره
نۀ یې بچان، نۀ یې لمسیان، بۀ راشي بیا، رهبرۀ

موږ د نظام خلګ یـــوازي نۀ جـــهان دا وایــــي
اول نـمـبـر یـــــې پۀ غــــیرت حـــیا تقوا، رهبرۀ

راسخ وای زما عمر دي خدای درکړي و تاتۀ ټولۀ
پۀ تــا پســــې هــــر مـــؤمــن کړې اقتدا، رهبرۀ

راسخ فراهي!
#الکوثر_بصري_څانګه
65004
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

لمرښکلی سپوژمۍ ښکلې
یارله دې دواړونه ښکلی
خدای په حسن اوجمال کې
دی بې مثله پیداکړی
ددنیاټول ښایستونه یارته نشي رسیدلی

یوسف ښکلی وو منمه
زلیخاپرې زړه بایللی
ماله ده نه ښکلی حسن
له یوسف روسته لیدلی

که یوسف ته ګوتې پرې شوې
ده ته سرپه دارختلی

خلګ وایي کله داسې
ډیرکوي داسې خبرې
غټ ښامار ورځینې جوړشو
دموسی له یوې لکړې

سپوږمۍ دوه ټوټې زمایارته
ورله لمر هم درېدلی

دعسی په حکم مړي
به له خاورو پاسیدله
شو به جوړ حیوان له خټې
پکې صرف يې پوکوله

دجانان په روۍ مخلوق ټول
وایم زه رب پیدا کړی

کوهي طور ته موسی تللی
وېکړې رب سره خبرې
پاک اللّٰه ورکړو توراته
څلوېښت شپې یې تېرې کړلې

زما په یار نبوت ختم
بيا تر عرشه پورې تللی

لرم زړه کې ډېر ارمانه
زه مطیع اللّٰه حازمه
ستا دقبر دیدار بولم
په خپل ځان باندې لازمه

ددولت له وجې یاره
ارمان نشمه درتللی

ط مطیع اللّٰه حازم
#الکوثر_بصري_څانګه
67006
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

ګل وطن!

د مردانو مسکن ګل وطن ګل وطن
زموږ روح زموږ تن ګل وطن ګل وطن

د منصور د ننګ کور لري وياړ لري شور
د عمر بت شکن ګل وطن ګل وطن!

خوشبــوداره هـــوا جنتي يې فــضا
د غاټــولو مــيهن ګل وطن ګل وطن!

هر بچی یې ابدال مجاهد پګړيوال
دی مردخيز او تورزن ګل وطن ګل وطن

شولو سيال د نړۍ ګرځي هسکه غړۍ!
جـوړ پۀ مينه عـدَن ګل وطن ګل وطن

جوړ يې ښکلی وجود لۀ ياقوت زمرود
د سرو زرو معدن ګل وطن ګل وطن

لۀ هر شر يې ساتم بريال زړه ور کوم
دا وطن دا وطن ګل وطن ګل وطن

بريال هلمندی
#الکوثر_بصري_څانګه
75005
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

غزل

ستا د مینې په تسبو باندې ملا شوم،
پـــه ویــلـو د درودو باندې ملا شوم.

ساقي!غواړم پیمانې د كوثرونو،
په لوستلو د وِردو باندې ملا شوم.

کړه صفا مې هم د زړه آینه په میو،
د الله (ج) په کتابو باندې ملا شوم.

اوس نو پیر یم، مریدان راباندې ټول دي،
زه د میو په پیالو باندې ملا شوم.

مستجابې مې دعاوې شوې، حقانه!
زه زاهد په الوتو باندې ملا شوم.

جنیدحقان
#الکوثر_بصري_څانګه
78004
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

له بدرنګې دنیاګئ نه مې زړه توردی
یاره ستا له یارانئ نه مې زړه تور دی

نه سرټیټ شوم نه مې کړي چاپلوسې ده
هم له داسې غلامئ نه مې زړه توردی

زړه مې څوځله بایللئ خو خپل نه شو
نور له داسې عاشقئ نه مې زړه تور دی

زه اودا غربت همیش لاس او ګریوان یو
بس له دغې زندګئ نه مې زړه توردی

بل وطن کې به تر څو ستړئ ستومان یم
مسافر یم پردیسئ نه مې زړه تور دی

نه چاخپل کړو نه مو څوک لڅنګه تاوُشو
عبیده له دي نړئ نه مې زړه تور دی


عبیده وصال
#الکوثر_بصري_څانګه
76004
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

رب ستایلی په یاسین اوپه طحه ده
دی رحمت تمام عالم ته قران ګوا ده

درود سلام په احترام
وې دې په خیرالانام
ورسته له الله څحه بهتره ترهرچا ده

ډیر لوی فضلیت لري
زړوکې  محبت  لري
مینه ورسره دعاشقانو صبح مسا ده

زمونږ نبي خیروالبشر
صاحب دحوضِ کوثر
دی موپه کونینو باندې پیراو رهنماده

زماحبیب زماطبیب
کړه مې شفاعت نصیب
تل دلوګري ثاقب غووښتنه له مولاده

ثاقب لوګری
#الکوثر_بصري_څانګه
66003
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

غزل,,,,

ښاد ومه جانانه که برباد وم خو چا نه لیدم
اوښکه وم ګیله وم ناز پریاد وم خو چا نه لیدم

ما څومره کوشش کوه چي ستا په وړاندي یادشمه
څه فایده په هر مجلس کي یاد وم خو چا نه لیدم

ستا په جال کي ګیر وم قدرمن وم که بي قدره وم
بند وم که توتې که باز ازاد وم خو چا نه لیدم

زه په وخپل وجود کي ماتیدم راماتیدمه خو 
زه لکه دګران افغان جهاد وم خو چا نه لیدم

ولي عمریاره دیار سترګي ړندې شوي دي
مخته یې سپیڅلې اعتماد وم خو چا نه لیدم

م عمریار ابو أنیس
#الکوثر_بصري_څانګه
78004
الکوثر بصري څانګه logo
الکوثر بصري څانګه

02 ستمبر، 2026، 20:48

پرته له تا مي دنګه ياره ګذاره نۀ کېږي
پۀ تصويرو دي د مين زړګي چاره نۀ کېږي

نور درنه ځمه دعاګانې بۀ کړې ډيرې راته
دلته دې کلي کې لالیه هيڅ دمه نه کېږي

ژونده بيخي پۀ کړاؤنو او سختيو تېر شوې
زښته ناهيلی يم چي بيا د کِفاره نه کېږي

زړه ماتېدل زړه دردېدل زړه ورکول يو چا ته
دا درې کارونه خو اشنا پۀ اشاره نۀ کېږي

هغه ويل چې ستايې خپله زمايې خپله رضا
راته يې وويل غريب يې يارانه نۀ کېږي

ستړی ژوندون ؤ ستړی تېر شو لۀ غمونو سره
څنګه به زما د ماتو هيلو جنازه نۀ کېږي

برياله! ډېر يې تېر ايستلی يمه تللي لالي!
بالا نو مينه دومره ډېره په دوکه نۀ کېږي

بريال هلمندی
#الکوثر_بصري_څانګه
79004

Showing 30 of 50 posts

درجہ بندی

لاگ ان درکار ہے

Frequently Asked Questions

الکوثر بصري څانګه ٹیلیگرام چینل کس بارے میں ہے؟+

الکوثر بصري څانګه (@alkowsar_basry_sangah) tgdio پر Desi زمرے میں درج ایک ٹیلیگرام چینل ہے۔ اس پروفائل پر رینکنگ، ریٹنگ، ریویوز اور حالیہ پوسٹس دیکھ کر سبسکرائب کرنے سے پہلے فیصلہ کریں۔ اس وقت tgdio پر تقریباً 2,113 سبسکرائبرز ہیں۔

میں الکوثر بصري څانګه (@alkowsar_basry_sangah) کو ٹیلیگرام پر کیسے جوائن کروں؟+

tgdio پر چینل پروفائل کھولیں، پھر Join / Open in Telegram سے @alkowsar_basry_sangah پر مفت سبسکرائب کریں۔

کیا الکوثر بصري څانګه اچھا Desi چینل ہے؟+

tgdio پر جوائن سے پہلے الکوثر بصري څانګه کی ریٹنگ، ریویوز، رینکنگ اور پوسٹس دیکھیں۔ اس وقت tgdio پر تقریباً 2,113 سبسکرائبرز ہیں۔ اسی Desi کے دیگر چینلز سے موازنہ کریں۔

الکوثر بصري څانګه کے سٹیٹس اور پوسٹس کہاں دیکھوں؟+

tgdio پر @alkowsar_basry_sangah صفحہ کھولیں — سبسکرائبرز، رینکنگ، ریٹنگ اور پوسٹس۔ Stats لنک سے گروتھ چارٹ دیکھیں۔