د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه Telegram channel photo

د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه

@zamanostoriesPublic Channel

د لته تاريخي ، ټوکې ، فلسفي ، اسلامي عبرتناکې کيسې نشر کيږې نو ملتيا مو غواړم 💯💐👋 ✅دغه لاندې چينلونه هم حتمن جوين کړئ👇 ✔️• @RahmaniLibrary1 ✔️• @LinkHub1000 ✔️• @LinkNova100 ✔️• @PashtoJokes3 ✔️• @Tokitakali1 ✔️• @ZhwandGuide ✔️• @RahmaniLibraryChat

Funny Videosاردوپاکستان

442

Last views

3.8k (3,752 subscribers)
اراکین
—
Rating
35
Total Posts
Oct 17, 2026, 8:11 PM
اپ ڈیٹ کیا گیا
May 4, 2026
Created
Stats

آپ اردو میں مواد دیکھ رہے ہیں۔ دوسری زبانوں میں مواد دیکھنے کے لیے سائٹ کی زبان تبدیل کریں۔

Channel Information

Channel Information
Channel Nameد زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه
Username@zamanostories
CategoryFunny Videos
Languageاردو
Countryپاکستان
اراکین3,752
Channel TypePublic Channel
Created4 مئی، 2026
Last Updated17 اکتوبر، 2026 • 5 دنوں پہلے
StatusActive

درجہ بندی

عالمی درجہ بندی
#29628+64
زبان کی درجہ بندی
#50-1
زمرہ کی درجہ بندی
#242+5

سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ

کل: 3.8K30 Days growth: +38511.4%
09/1809/2309/2810/0310/0810/1310/17
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - 30 Days
DateSubscribers
18:09:20263,367
19:09:20263,367
20:09:20263,443
21:09:20263,443
22:09:20263,443
23:09:20263,443
24:09:20263,443
25:09:20263,443
26:09:20263,443
27:09:20263,443
28:09:20263,443
29:09:20263,443
30:09:20263,443
01:10:20263,443
02:10:20263,443
03:10:20263,443
04:10:20263,443
05:10:20263,443
06:10:20263,443
07:10:20263,443
08:10:20263,443
09:10:20263,443
10:10:20263,443
11:10:20263,443
12:10:20263,443
13:10:20263,443
14:10:20263,443
15:10:20263,443
16:10:20263,443
17:10:20263,752
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Weekly
DateSubscribers
Week of 04:05:20262,277
Week of 11:05:20262,277
Week of 18:05:20262,277
Week of 25:05:20262,277
Week of 01:06:20262,277
Week of 08:06:20262,277
Week of 15:06:20262,277
Week of 22:06:20262,277
Week of 29:06:20262,277
Week of 06:07:20262,848
Week of 13:07:20262,848
Week of 20:07:20262,848
Week of 27:07:20262,848
Week of 03:08:20262,848
Week of 10:08:20262,848
Week of 17:08:20263,123
Week of 24:08:20263,123
Week of 31:08:20263,225
Week of 07:09:20263,367
Week of 14:09:20263,443
Week of 21:09:20263,443
Week of 28:09:20263,443
Week of 05:10:20263,443
Week of 12:10:20263,752
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Monthly
DateSubscribers
May 20262,277
June 20262,277
July 20262,848
August 20263,123
September 20263,443
October 20263,752
سبسکرائبرز کی تعداد میں اضافہ - Yearly
DateSubscribers
20263,752

تازہ ترین پوسٹس

Photo1/2
قیصه لیږ اوږده ده مګر ښکلې او په زړه پوري ده
د ستر امام ابو حنیفه صاحب په ژوند کې ډېرې داسې کيسې دي چې عامل ته د فقهې، داعي ته د ښو اخالقو، صوفي ته د عبادت او عادي مسلمان ته د
اسلامي اخلاقو اوچت درسونه ورکوي. راځي د ستر امام ابو حنیفه صاحب يوه په زړه پورې کيسه په ګډه ولولو:
په څلورو سني مذاهبو کې د حنفي مذهب مؤسس ستر امام ابوحنيفه صاحب به د شپې په تجهد او عبادت بوخت و او د کور له ګاونډه به
يې د شرابې غږ ډېر تنګاوه. شرابې ګاونډي به يې د نشې په حال کې په ډېر بد او اوچت غږ سندرې ويلې چې ستر امام صاحب به يې ډېر په
عذاباوه. د شرابې مېرمنې به تل راټه او ورته به يې ويلې چې د ستر
امام ابو حنیفه ګاونډی يې، که له بل چا نه شرمیږي، له ده خو حيا وکړه !خو
شرابي به تل لاوبالي ځواب ورکاوه او خپلو سندرو ته به يې ادامه
ورکوله.
د امام ابو حنيفه مېرمنې به ورته ويلې چې دی خو تا ډېر تنګوي. له
خدای ج سره خبرو او عبادت ته دې آرام نه پرېږي، يو غم يې باید
وخورې. خوامام صاحب به تل په دې ټينګار کاوه چې زه دعاورته کوم، خدای
به يې نېکې لارې ته برابر کړي. امام به تل د شرابې د سندرو له اورېدو
سره موسکی کېده، خو کله چې به په لمانځه ودرېد، دومره به له
خدای سره په خبرو کې ډوب شو چې د شرابې خشن غږ به يې بيخي
نه حس کاوه !
د امام صاحب شرابي ګاونډي کار پرې ايښی و، په کور پروت و او تل به يې
په شراب څښلو او بې فکرۍ وخت تېراوه. امام صاحب د دې پر ځای چې
حاکم ته وړانديز وکړي چې له شرابې ګاونډي يې -چې تل خلکو ته
مزاحمت کوي- خلاص کړي، د شرابې د کور کرايه هم له خپله جېبه
ورکوله
دوه شپې امام صاحب د تهجد او عبادت په مهال د شرابې ګاونډی غږ وانه ورېد، نو
اندېښمن شو چې خدای مه کړه ناروغ شوی نه وي! امام صاحب خپلې
مېرمنې ته امر وکړ چې د شرابې له مېرمنې يې د حال پوښتنه وکړي.
مېرمنې يې ورته وويل چې دوه ورځې کېږي چې له کوره وتلی او لا يې
احوال نه شته چې چېرته دی، نو مېرمن يې هم اندېښمنه او ناروغه
ده.
امام صاحب چې له دې حادثې خبر شو، ډېر غمجن شو چې ولې مخکې نه
دی خبر شوی، نو خپل شاګرد ابو يوسف ته يې امر وکړ چې پلټنه يې
وکړي چې څه پرې شوي او چېرته دی؟
ابو يوسف له ګرځېدو او پلټنې وروسته معلومه کړه چې شرابې د
نېشې په حالت کې له کوره وتلی او د شپې ګزمې نيولی دی. امام صاحب ددې خبرې له اورېدو سره ډېر غمجن شو او ابو يوسف ته يې وويل چې
امیر ته ورځو او ورنه هيله کوو چې آزاد يې کړي. ابو يوسف له دې
سره سره چې تعجب يې وکړ چې امام صاحب يوه ورځ هم د امیر غوښتنه ونه
منله اوملاقات ته يې حاضر نه شو او نن د يوه شرابې د خلاصېدو لپاره ورځي، ورسره لاړ.
امام صاحب له خپل شاګرد ابو يوسف سره امیر ته ورغی. امیر ډېر خوښ شو؛
او امام ابو حنيفه صاحب د احترام لپاره يې ټول هغه زندانيان چې د شرابې
ګانډي له بندي کېدو سره بندي شوي وو، آزاد کړل او شرابې ګاونډي
ته يې څه پيسې هم ورکړې. د امام صاحب ګاونډي چې د ستر امام صاحب اوچت اخلاق وليدل، په ژړا شو او په خپلو کارونو سخت پښېمانه شو هامغلته
يې له امام صاحب سره وعده وکړه چې توبه به وباسي. له دې سره يې امام صاحب ته وويل چې نصيحت ورته وکړي. امام صاحب ورته وويل چې جهاد وکړه. ده هم په ډېره خوښۍ ومنله چې د خدای ج په لاره کې به تر شهادته جهادکوي، خوامام صاحب ورته وويل د کورنۍ له پاره نفقه پیدا کول هم جهاد دي
او ته دې همدا جهاد وکړه !
شرابې په داسې حال کې چې ژړل يې، د امام صاحب په ګاونډيتوب يې وياړ
کاوه، د توبې له وعدې سره له امام صاحب څخه رخصت شو.

یادونه :
ستر امام ابو حنیفه صاحب څومره صبرکاوه. هغه غوښتل ګناه په ډېره ښه او بريالۍ لار منع کړي
امام صاحب تر هر څه دمخه د شرابې د اصلاح له پاره دعا وکړه او بيا يې
په دومره ښه طريقه اصلاح ته راوباله چې آن ګناهکار له شرمه ونه شو کوالی ګناه ته ادامه ورکړي.
بله دا چې د امام ابو حنيفه صاحب له حاکم سره څنګه تعامل کاوه؟
امام صاحب خپلو شاګردانو ته ويل چې له حاکم سره داسې تعامل کوئ لکه
له اور سره. مه دومره ورنږدې کېږئ چې ومو سوځوي او مه دومره
ترې لرې کېږئ چې چې ترې استفاده ونه شې کړای.
داوه د ستر امام ابو حنیفه صاحب اوچت اخلاق او عالې روزنه

که قیصه کي فکر وکړو شاید دزده کړي لپاره ډیر څه وي
که تاسو ته هم دستر امام ابو حنیفه صاحب کومه قیصه یاده وي
حتمن یې کمینټ کي راسره شریک کړئ

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
4420046
Photo1/2
📚 يوه لنډه او په زړه پوري کيسه ؛

یو ځوان په یوه جلۍ عاشق شو، هغه له یوی
قافلې سره چیرته په سفر لاړه کله چي هغه
ځوان له هغي دسفر خبر شو نو هغه هم ورپسی
لاړ . کله چي قافله ځنګل ته ورسیدل نو دي
وخت کي شپه راغله نو قافلې دشپی تیرولو
لپاره په دي ځنګل کي تم شوه ، کله چي دقافلي
ټول خلګ ویده شول نو هغه ځوان په پټه هغي
جلۍ ته ځان ور ورساوه ، او ورته یې وویل زه
له تاسره ډیره مینه کوم ځکه زه هم له قافلې
سره یو ځای په تا پسي راغلی یم جلۍ ورته
وویل ته وګوره څوک خو ویښ نشته ، ځوان په
ډیري خوشحالی سره دقافلې شاوخوا وګرځیده
او بیرته جلۍ ته راغلی اوورته یې وویل ټول
خلک ویده دی . جلی ورته وویل دالله 🤍 په
باره کي ستا څه خیال دی چي هغه به هم ویده
وي ، ځوان وویل : الله ج خو نه ویده کیږي .!
جلۍ ورته وویل که خلګ ویده دي خو الله 🤍
نه دی ویده هغه موږ وینې، له هغه سخه ویره
په موږ فرض ده ؛ ځوان چي دهغي دا خبري
واوریدي دخدای ج له ویري څخه یی په وجود
لړزه راغله او له خپل بدي ارادی واوښت او
واپس کورته راغلی...

روایت دی ؛ چي کله هغه ځوان وفات شو نو چا
هغه په خوب کی ولید او تری وپوشتل ❔
چي په تا څه تیر شول ❔
ځوان ځواب ورکړ : چي ما دالله 🤍 له ویري
څخه یوه ګناه پریشودل الله 🤍 دهغه په خاطر
زما ټول ګناهونه وبخښل ...


🖊 يادونه: بی له شکه چی زموږ رب ډیر زیات
مهربان دی که موږ توبه وباسو له الله 🤍 څخه
په زړه کې ویره پیداکړو الله🤍 به مو وبخښې
انشاالله ځکه دالله 🤍 رحمت زموږ له ګناهونو
ډیر دی .!

#توبه | #ويره | #الله 🤍 | #عشق

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
9100041
Photo1/2
📚 صدام حسین یوه تاریخي څهره

هرکله چي به صدام حسین هیډفون استعمالوی
نو هیډفون به یی دسر لاندی راویستل نو یو چا
تری وپوشتل ؛ ولی هیډفون داسي استعمالوي❔
صدام حسین ځواب ورکړ ..!
زه پرته له خدای ج څخه هیڅ شی هم سر د
پاسه نه منم ، حقیقت هم لویه هستي وه داسلام لپاره .!

✅ نوټ : ګلانو لایکونه مو له 100 څخه
اضافه کړی یوه شکلي قیصه درته راوړم .!

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
1,0600060
Photo1/2
⬅️ سعد بن معاذ ☝ :

دیرش کلن وه چی اسلام یی قبول کړ ،
شپږ دیرش کلن وه چي وفات شو .!
یوازي شپږ کلونه یې په أسلام کې تیر کړه
خو دوفات پروخت یې عرش الرحمن ولړزیدی
اویا زره ملایکي جنازې ته راکته شوي د قبر
څخه یې دمشکو بوی رواتی .! 🖋📚


#الله_اکبر ❤️

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
1,1600059
Photo1/2
📝 د عثماني خلافت په دوره کي لنډه کيسه ؛

د عثماني خلافت په دوره کې وایې یو پاچا وو،
چي په اونۍ کي به یې یوه ورځ خپل جامې
بدلي کړلې او د ښار په سړکونو او کوڅو کي به
یې د خپل ولس حال پوښتئ ، یوه ورځ چي
وزیر هم ورسره وو، د ښار په کومه څنډه کې ګرځیدل چي یو سړی یې په خاورو کي پروت ولید.
پاچاه و وزیر ورنژدې سول او سړی یې وښورا وه،
ګوري چی سړی خپله اروا خالق ته سپارلې او مړ دی.
شا او خوا خلک ګرځېدل او په خپل روزګار بوخت ول، هیچا هم ددې مړي غم نه کاوه، پاچاه خلکو ته یې ور ږغ کړ ویل یې په تاسو کي دومره انساني همدردي هم نسته چی دا سړی دلته مړ پروت دی او تاسو یې پورته کوي لا نه.
خلکو ورته ویل ته دا نه پېژنې دا د زمانې بدعمله بد فعله انسان وو، شرابي او زنا کاره وو، پاچاه ویل که هر څه و، خو انسان او مسلمان خو دی؟
خو هیچا یې مرستي ته غاړه نه ایښودل
پاچا او وزیر اړ سول چی مړی پورته کړي.
په پوښتنه ،پوښتنه یې تر کوره ورساوه، کله چي یې مړی د هغه ميرمنې ته کښې ښود نو میرمن په ژړا سوه او ویل یې زما خاوند پر دې دنیا تر ټولو نېک صالح انسان وو.
باچاه د ښځي په دې خبره حیران سو او ویل یې چي ټولو خلکو ویل چي دا ډیر بدعمله انسان و او ته وایې چي نېک دی!
میرمنې ویل هو د خلکو خبره هم پر ځای ده ځکه چي خلکو د هغه ظاهري عمل ته کتلی وه ، خو زه یې له باطنه خبره یم.
دې سړي به هره ورځ څو بوتله شراب راوړل او په یوه خاورینه کټو کي به یې خالي کول.
ویل به یې نن مي یو څو کسه له ګناه وژغورل او شراب مي ځیني توی کړل.
همدا ډول به یې بد اخلاقه ښځه راوسته او په کوټه کې به یې بند کړه او سهار به یې ایله کړه او خپل اُجره به یې ورکړه.
ویل به یې نن مو شکر دی څو کسان له زنا وژغورل.
نو دې ځاي ته تللو او راتللو دا سړی داسی بدنام کړ چي خلکو به ځیني مخ اړوه.
ښځي يې ویل یوه ورځ می ورته ویل چي سړیه که مړ سوې څوک به دې جنازه هم ونکړي؛ او نه به څوک غسل درکړي ،
ویل یې ښځي ته بې غمه اوسه زما پر خپل خدای باور دی زما جنازه به د هېواد پاچاه کوي.
دې خبرې سره د پاچاه له سترګو اوښکي راغلې او ویل یې خورې زه پاچاه یم او ددې سړي خبره رښتیا وه .!

#پاچا | #عبرت | #کیسه | #لايک

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
1,1800063
Photo
نانوی او بادشاه لنډه کيسه :📚

یو تندور والا / نانوای د بادشاه دربار ته حاضر
شو او عرض یې وکړ: حضور! زه غواړم د ډوډۍ
بیه لوړه کړم، په دوو روپیو مې ګزاره نه کېږي،
که اجازه وي پنځه روپۍ یې کړم؟
بادشاه وفرمایل: دا بیه شلو روپیو ته لوړه کړه.
تندور والا د حکم سره سم د ډوډۍ بیه شل
روپۍ کړه ، دا چې خلکو ولیدل، نو په ولس کې
سخت ناارامي او شور جوړ شو او ټول د بادشاه
دربار ته ورغلل.!
بادشاه سمدستي حکم وکړ چې تندور والا
حاضر کړي. بیا یې ورته وویل: زما له اجازې
پرته دې ولې ډوډۍ ګرانه کړه؟ له دې وروسته
به ته ډوډۍ په نیمه بیه خرڅوې، یعنې په لسو
روپیو.
دا چې خلکو واورېدل، نو په خوشحالۍ سره
یې نعرې وهلې: بادشاه سلامت دې ژوندی وي!

☑نو پایله دا شوه : خلک هم خوشحاله شول،
تندور والا هم راضي شو ، او بادشاه هم بریالی
وګرځېد.!

| #لایک | #کيسه | #عبرت

د زمانو خبرې📜🗣
2,6500058
Photo
📚 ډيره ښکلې کيسه :

هرمز تنګی ،کټ مټ لکه زمونږ وياړلي سالار ،
طاغوت يې ليونتوب ته رسولی ټول سيستمونه
يې ورته جام کړې . د هرمز تنګی (مضيق هرمز)

هرمز څوک وه ❓

هرمز ( الله دې پرې لعنت وکړي) یو مات شوی
فارسي قوماندان وه ، چې خالد بن الوليد په یوه
فردي مقابله (مبارزه) کې مات کړ. دا پېښه تاریخ
ثبت کړې ده، او د فارس لښکر ته پکې
سپکوونکې ماتې واوښته د مسلمانانو په لاس.!
ایا دا عجیبه نه ده چې دا تنګی د خالد بن ولید
په نوم ونه نومول شو، وروسته له هغې تاریخي
مبارزې چې د مسلمانانو قوماندان او د ساساني
فارس قوماندان ترمنځ وشوه؟

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هرمز ، د فارس قوماندان، له خپل پوځ څخه
پر اس راووت او د مبارزې غوښتنه یې وکړه،
او چیغه یې کړه: خالد چېرته دی❓
نو خالد بن ولید رضي الله عنه د خپل اس پر
سر راووت څو له دې ظالم سره مقابله وکړي.!خالد بن ولید هرمز ته ډېر نږدې شو، او دواړه د فارس پوځ ته د مسلمانانو له پوځ څخه نږدې ولاړ وو. هرمز له اسه ښکته شو، او
خالد ته یې اشاره وکړه: که رښتیا اتل یې،
راکوز شه او پر ځمکه وجنګېږه، خالد یې
ننګ ومانه او له اسه ښکته شو.
هرمز خپل اس وواهه او پوځ ته یې بېرته
واستاوه، خالد هم همدا کار وکړ.
یو ډېر د تشویش ډک حالت جوړ شو،
ټول پوځونه په انتظار وو…
د مسلمانانو لوی قوماندان د فارس له لوی
قوماندان سره جنګېده — دا ډول پېښې په
تاریخ کې ډېرې کمې دي.
دواړه قوماندانان پر پښو جنګېدل، او دا معنا
یې درلوده چې یو به حتمي وژل کېږي، ځکه د
تېښتې لار نه وه.
خالد له هرمز سره ونښت، او داسې جګړه ییز
مهارت یې وښود چې هرمز حیران شو.
څو دقیقې وروسته خالد پر خپلو پښو ولاړ و،
او په لاس کې یې توره وه چې د فارس د
قوماندان په وینو رنګینه شوې وه.
فارس پوځ حیران شو، او مسلمانان خوشاله
شول. د هرمز په وژل کېدو سره فارس پوځ
سخت ټکان وخوړ، ځکه هغوی عربان د خپل
دولت او پوځونو پر وړاندې هېڅ نه بلل.
خالد — چې د الله توره بلل کېده — هغوی ته
فرصت ور نه کړ چې له دې صدمې راووځي،
او خپل پوځ ته یې د عمومي برید امر وکړ.
د قوماندان د نشتوالي او د نظم د له منځه
تلو له امله فارس پوځ ډېر دوام ونه شو
کولی، لیکې یې ګډې وډې شوې، مسلمانان
پرې ورننوتل او ستره بریا یې ترلاسه کړه.
دا جګړه د أبو بكر الصديق د خلافت پر مهال
د کاظمة په سیمه کې وشوه، نو ځکه د کاظمة
جګړه ونومول شوه، او همدارنګه د ذات
السلاسل جګړه هم بلل کېږي، ځکه فارس
پوځ ځینې قطعات په ځنځیرونو تړلي وو.
دا و خالد… او دا وه د هغه د جګړې طریقه ،
داسې قوماندان چې مسلمانان پرې ویاړي.
خو ایران دا تنګی د هرمز په نوم ونوماوه.!

📚 المصدر: الطبري، تاريخ الأمم والملوك.
⬅️ابن الأثير، الكامل في التاريخ. ابن كثير،
📖 البداية والنهایة...

☑يادونه : لايک او کمنټ او د چينل
✍️ لينک هم له نورو مسلمانانو سره
🦋 شريک کړئ د ثواب په نيت مننه .

د زمانو خبرې📜🗣
3,0800062
Photo
نابینا انجلۍ لنډه او په زړه پورې کيسه : 🤩

وه نه وو يو وخت يوه نابینا انجلۍ وه چې له
ځانه يي کرکه کوله ځکه دې دنيا نشوه ليدلی.!
دې له يو زلمي پرته چې پري مئين وو نور هر
څه بد ايسيدل ، پر دې مئين زلمی به هميشه
ددې تر څنګ ناست وو او ددې خدمت به يې
کوو .!
انجلۍ يوه ورځ ورته وويل که مې سترګې لرلی
چې دنيا مې ورباندې ليدلی شوای واده مې در
سره کاوه.!
په دې خبره څه موده وروسته انجلۍ د سترګو
څښتنه شوه بينا شوه او دنيا يي وليده.!
زلمي ورته وويل اوس دې خوښه ده واده
را سره کوي؟
انجلۍ زلمي ته وکتل د زلمي سترګې نه وي
ويي ويل نا له ړندو مې زړه تور دی واده نه
در سره کوم.
زلمی په ناهيلي کې لاهو شو د انجلۍ څنګ يي
پريښود او صحرا ته يي مخه کړه تر څو خپل
غمونه له کاڼو بوټو او مرغانو سره شريک کړي
او پاتې عمر يي له بنيادمانو بيل وي.!
يوه ورځ په دښته کې يوه قافله تيريدله ،
دوي هغه ښار ته تلل چې د زلمي بينا شوي
معشوقه پکې اوسيده ، معشوقي ته يي ليک
وليکه او د کارون کسانو ته يي ورکړ چې هغې
ته يي وسپاري.!

په ليک کې داسي ليکل شوي وه ،
ګراني په سترګو مې پام کوه .! 🥺 🥀

🌱يادونه : پوسټ ته لايک وکاروئ او له
نورو مسلمانانو سره يې شريکه کړئ .!

د زمانو خبرې📜🗣
2,5300060
Photo
💌 په لوستلو ارزي 📚

یوه ورځ ګیدړ او پیشو د خپلو چلاکیو
کیسې کولې.!
ګیدړ په ویاړ وویل: زه د تر ټولو چلاکه
او هوښیار حیوان په نوم پیژندل کیږم،
سل داسې چلونه پېژنم چې خپل ځان
پرې له خطره ژغورلی شم.

پیشو په ارامۍ ځواب ورکړ:
زه ستا په څیر چلاکه نه یم، خو یو داسې
چل او مهارت مې زده دی چې ډیر وختونه
یې له خطره ژغورلي یم.

د خبرو په مینځ کې څو ښکاریان او سپي
د دوی خواته د ښکار لپاره راغلل. پیشو ژر
یوې ونې ته پورته شوه او د څانګو ترمنځ
خوندي پټه شوه.

ګیدړ هڅه کوله له خپلو ډېرو چلونو څخه یو
انتخاب کړي، خو ګډوډ شو او بالاخره د سپو
له خوا ونیول شو.
ګیدړ له ځان سره ورو وویل: یو ساده او
باوري پلان تر هغو ډېرو هوښیارو نظریو
غوره دی چې ته یې نشې کارولی.!

✅عبرت: یوه ساده مهارت چې ښه وکارول
شي، له هغو ډېرو مهارتونو او پلانونو غوره
دی چې هېڅ کار ترې نه اخېستل کېږي.!

کله ناکله یو روښانه او عملي ګام تر پېچلو
فکرونو ډېر ژغورونکی وي. نو کار مه پېچلی
کوه ، ساده او روښانه عمل غوره دی.!

☑يادونه : لايک مو هير نشي او لينک
هم له نورو مسلمانانو سره شريک کړئ .!

د زمانو خبرې📜🗣
3,8800062
Photo
📚 په زړه پورې کيسه ؛

پر بایسکل سپور ځوان له یوې بوډۍ سره حادثه وکړه، ددې پر ځای چې له زړې ښځه څخه بخښنه وغواړي او مرسته ورسره وکړي، په هغې پورې یې وخندل، ملنډې یې پرې ووهلې او روان شو!
زړې ښځې ورته نارې کړې او وې ویل: له تا څخه یو څه لویدلی ده؛ ځوان په بیړه راستون شو او په پلټنه یې پیل وکړه.
بوډۍ ورته وویل چې ځان مه ستړی کوه له تا میړانه لوېدلې او هغه به هیڅکله پیدا نکړې.!

☑يادونه : لايک مو هير نشي او لينک
هم له نورو مسلمانانو سره شريک کړئ .!

د زمانو خبرې📜🗣
3,0400065
Photo1/2
🐱د مکې په خاوره کې یو داسې ځوان و چې
د جنګ په میدان کې یې نوم د هر چا زړه لړزاوه.
هغه به چې په اس سپور شو، د جګړې صفونه
به یې بدل کړل ، د جګړې چلونه یې ښه زده وه
د آسونو په سپرلۍ کې ماهر و او د تورو په استعمال کې یې ساری نه درلود.!

💀 د هغه نوم وه : خالد بن ولید ☝

خو هغه مهال لا مسلمان نه وه ، خالد د قریشو
له هغو کسانو څخه و چې د رسول الله ﷺ پر
وړاندې یې د مکې د مشرکانو په جګړو کې
برخه اخیستې وه ، د اُحد په ورځ، کله چې
مسلمانانو لومړی بری وموند او د غره په لمن کې
د مسلمانانو د تیراندازانو یوه برخه له خپل
ځایه راکوزه شوه، خالد بن ولید د جګړې حالت
په ډېرې چټکۍ درک کړ. هغه د مسلمانانو د شا
له لوري حمله وکړه او د جګړې حالت یې بدل
کړ ، مسلمانانو ته هغه ورځ ډېره سخته وه .!
خو د وخت په تېرېدو سره، د خالد بن ولید په
زړه کې یوه پوښتنه ورو ورو پیدا کېده : ولې
محمد ﷺ او د هغه ملګري دومره په خپل دین
ټینګ دي؟
هغه د مسلمانانو زړورتیا لیدلې وه د هغوی عبادت
یې لیدلی و ، د هغوی یووالی یې لیدلی وه .
او تر ټولو مهمه دا چې د رسول اللهﷺ اخلاق
یې هم اورېدلي وه ، خو لا یې زړه د اسلام لپاره
بشپړ نه و پرانیستی.
د حدیبیې وروسته کله چې د حدیبیې تړون
وشو، حالات ورو ورو بدل شول.
مسلمانان نور د مکې له مشرکانو سره په هماغه
ډول په جګړه کې نه وه .
خالد بن ولید به فکر کاوه: که محمد ﷺ په
باطل وای، نو ولې یې پیروان ورځ تر بلې
زیاتېږي؟
ده به د اسلام د پرمختګ حالت له نږدې څاره .
بیا یوه ورځ یې د خپل زړه دننه داسې احساس
وکړ چې نور باید په دې مسئله کې فکر وکړي.
د خالد ورور ولید بن ولید ، له پخوا مسلمان
شوی وه .
ولید غوښتل چې خپل ورور هم د حق لارې ته
راشي ، هغه خالد ته پیغامونه واستول
او د رسول الله ﷺ د دین په اړه یې ورسره
خبرې کولې ، خالد به فکر کاوه یوه ورځ یې زړه
نور هم نرم شو ده خپل ځان سره وویل: تر دې
وروسته ولې زه د داسې انسان پر وړاندې ولاړ
یم چې خلک یې د الله د رسول په توګه مني ؟
خالد نور هغه پخوانی خالد نه وه ، د اسلام په
اړه یې فکرونه ډېر شوي وه ، هغه شپه چې
پرېکړه وشوه بالاخره خالد بن ولید پرېکړه
وکړه چې مدینې ته لاړ شي ، خو یوازې نه.!
په دې وخت کې عمرو بن العاص ☝ هم د
اسلام په لور راغلی و، او د عثمان بن طلحه په
اړه هم په روایتونو کې راځي چې له دوی سره
مدینې ته روان شو، دوی مدینې ته روان شول.
دا سفر یوازې د یوې ښار پر لور سفر نه وه .
دا د خالد بن ولید لپاره د خپل ټول تېر ژوند
څخه د نوي ژوند پر لور سفر وه .
هغه انسان چې تر پرون پورې د مسلمانانو پر
وړاندې توره پورته کړې وه، اوس د رسول الله
ﷺ حضور ته روان وه .
مدینې ته رسېدل کله چې خالد بن ولید ☝
مدینې ته ورسېد، د رسول الله ﷺ حضور ته
ورغی.
هغه ورځ د خالد د ژوند تر ټولو مهمه ورځ وه،
هغه د رسول الله ﷺ مخې ته ودرېد .
هغه رسول الله ﷺ چې خالد ورسره په جګړو
کې مخامخ شوی وه ،خو نن د جګړې لپاره نه و
راغلی ، نن د اسلام لپاره راغلی وه خالد بن ولید
☝ د شهادت کلمه وویله او اسلام یې قبول کړ.
رسول الله ﷺ د خالد د اسلام راوړلو له امله
خوشحاله شو.
خالد بن ولید ☝ وروسته د خپل تېر وخت په
اړه داسې احساس درلود چې الله تعالی یې هغه
تېر حالت وبخښه او د نوي ژوند دروازه یې
ورته
پرانیسته ، له دې وروسته خالد بدل شو دا
د خالد بن ولید ☝ کیسې پای نه وه ، بلکې
همدا د هغه د نوي ژوند پیل وه .
هغه خالد چې پرون د اسلام پر وړاندې ولاړ و،
اوس د اسلام د دفاع لپاره ولاړ شو.
هغه خپله توره د مسلمانانو لپاره پورته کړه.
هغه خپل زړورتیا، خپل عقل، د جګړې تجربه او
خپل ټول توان د اسلام په خدمت کې کېښود.
او ډېر ژر رسول الله ﷺ هغه ته د داسې لقب
ویاړ ورکړ چې تاریخ یې تر نن ورځې یادوي:
( سَیفُ الله ) يعني د الله 🎬 توره .

🇾🇪 د موتې جګړه : د خالد بن ولید ☝ د اسلام
راوړلو وروسته له تر ټولو مشهورو پېښو څخه د
موتې جګړه ده ، په دې جګړه کې د مسلمانانو
درې ستر قوماندانان یو په بل پسې شهیدان
شول:

1️⃣ زید بن حارثه ☝
2️⃣ جعفر بن ابي طالب ☝
3️⃣ او عبدالله بن رواحه ☝

مسلمانان له سخت حالت سره مخ شول ،
د جګړې قومانده خالد بن ولید ☝ ته ورسېده.
هغه د جګړې حالت په ډېر دقت وڅېړله ، دی پوهېده چې که مسلمانان هماغسې مخامخ
پاتې شي ، نو د ټول لښکر د له منځه تلو خطر
شته ، خالد ☝ خپل نظام بدل کړ .
د مسلمانانو صفونه یې په داسې ډول تنظیم
کړل چې دښمن فکر وکړي، ښايي مسلمانانو ته
تازه ځواکونه رارسېدلي وي، بیا یې د مسلمانانو
لښکر په منظم ډول له جګړې راووېست . مسلمانانو ځانونه وژغورل ؛ د خالد بن ولید ☝
دا پوځي تدبیر د هغه د سترې پوځي وړتیا
څرګندونه وه ، کله چې د مدینې مسلمانانو ته د
هغه د کار خبر ورسېد ، رسول الله ﷺ د خالد د
مقام یادونه وکړه او هغه ته یې د ( الله🎬 توره) لقب ورکړ.!

#کيسې | #عبرت | #قهرمانان | #اسلام

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
2,9000077
Photo1/2
#ټوکه ده نو 🤪

يو مولوي د جمعې ورځې په تقرير کې وويل:
_ ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه زما ښځه نه ده.
ناستو خلکو يو بل ته حيران-بيران وکتل. مولوي د شک ليرې کولو لپاره وويل:
_ شکمن کېږئ مه، هغه ښځه زما مور ده.
يو سړي ته دې خبرې ډېر خوند ورکړ، ځان سره يې وويل چې کور ته لاړشم، هرومرو به دا خبره خپلې ښځې ته کوم.
دا سړى چې کله کور ته رسېږي، ښځه يې په اشپزخانه کې لګيا وي د هګيو لپاره غوړي سره کوي. سړي ورته وويل:
_ ته پوهېږې!؟ ما د خپل ژوند تر ټولو بهترينې ورځې چې د کومې ښځې په څنګل تېرې کړي دي؛ هغه ته نه يې.
…څلور ورځې وروسته ډاکټر د سړي له خولې پټۍ ليرې کړې او ورته يې وويل:
_د ګرمو غوړيو له وجې چې دې کوم ځايونه سوځېدلي وو؛ اوس لږ-لږ ښه دي، ته کولى شې چې خبرې وکړې.
سړي په ډېرې سختۍ سره وويل:
مولوي صيب! ښه دې و نه کړل.😂

نوټ : لایکونه مو کم شوي زما په نظر😂

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,2200085
Photo1/2
📝 ښکلي او جالبه ڪیسه

یو پاچا د خپل محل په چت باندې ګرځېدلو په
همدې وخت کې یې نظر د محل سره نږدې د یو
کور چت ته شو چې پکې یوې ډېرې ښکلې
ښځې
کالي وچول. پاچا خپله یوه وینځه راوغوښته
او پوښتنه یې ترې وکړه: دا د چا ښځه ده ؟
وینځې ورته وویل : بادشاه سلامت! دا ستاسو
د غلام فیروز ښځه ده.!
پاچا لاندې راغی ، خو د هغې ښځې حسن او
جمال پر پاچا داسې اثر وکړ چې هېښ پاتې
شو. پاچا سمدستي فیروز راوغوښت. کله چې فیروز حاضر شو، پاچا ورته وویل: فیروز! زموږ
یو کار دی، دا لیک فلاڼي ملک ته یوسه او د هغه
ملک د پاچا ځواب راوړه.
فیروز لیک واخیست، کور ته لاړ، د تکیې لاندې
یې کېښود، د سفر تیاری یې وکړ ، شپه یې په
کور کې تېره کړه او سهار د خپل منزل په لور
روان شو ، په دې نه پوهېده چې پاچا ورسره
څه چال کړی دی.
له بلې خوا کله چې فیروز له نظره غایب شو،
پاچا پټ د فیروز کور ته ورغی او دروازه یې
وټکوله د فیروز ښځې پوښتنه وکړه : څوک
دی؟
پاچا وویل: زه پاچا یم ستا د مېړه بادار ښځې
دروازه خلاصه کړه پاچا دننه کښېناست ښځې
په حیرانتیا وویل: نن پاچا سلامت زموږ غریب
کور ته؟
پاچا وویل: زه دلته د مېلمه په توګه راغلی یم.
د فیروز ښځې د پاچا مطلب په سمه توګه پوه
شو او په ډېر جرئت یې وویل: زه د الله پناه غواړم
له تاسو سره له داسې راتګ څخه چې پکې ما
ته هېڅ خیر نه ښکاري.
پاچا په غوسه شو او ویې ویل: ای نجلۍ! دا څه
وایې؟ شاید ته ما نه پېژنې، زه پاچا یم، ستا
د مېړه مالک.
د فیروز ښځې په ځواب کې وویل: پاچا سلامت!
زه پوهېږم چې ته پاچا یې ، خو متل دی چې :
زمری که هر څومره وږي شي، خو مردار خوړل
نه پیلوي. او بیا یې ورته وویل: پاچا سلامت !
ته په هغه لوښي کې د اوبو څښلو ته راغلی یې
چې پکې ستا سپي اوبه څښلي دي.
پاچا د دې ښځې په دې خبرو ډېر شرمنده شو
او له کوره ووت خو په تېښته کې یې خپل څپلۍ
هېرې شوې.
دا خو د پاچا کیسه وه ، اوس فیروز ته په نیمه
لار کې یاد شول چې لیک خو مې په کور کې پاتې
شو هغه خپل اس په منډه کور ته راوګرځاوه.!
کله چې کور ته ورسېد او د تکیې لاندې یې لیک
موندلو نظر یې د کټ لاندې د پاچا پر څپلیو ولګېد
فیروز ټول حقیقت وپوهېد. هغه چا ته هېڅ ونه
ویل لیک یې واخیست او خپل سفر یې سر ته
ورساوه ، کله چې فیروز بېرته پاچا ته راغی،
پاچا ورته د انعام په توګه ۱۰۰ دیناره ورکړل.
فیروز دینار واخیستل ، د ښځو لپاره قیمتي کالي
او تحفې یې وپېرلې کور ته لاړ او ښځې ته یې
وویل: چمتو شه چې ستا پلرني کور ته لاړ شو.
ښځې پوښتنه وکړه: دا تحفې څه دي؟
فیروز وویل: پاچا انعام راکړی او غواړم چې ته
دا کالي په ځان کړې او خپل کورنۍ ته یې ورښکاره
کړې. ښځه تیار شوه، خاوند سره خپل کور ته لاړه.
فیروز خپل ښځه هلته پرېښوده او یو میاشت
تېره شوه چې نه یې پوښتنه وکړه او نه یې بېرته
وغوښتله. بیا د ښځې ورونه فیروز ته راغلل او
ویې ویل: یا د خپلې ناراضګۍ وجه راته ووایه
او یا به دې قاضي ته بوځو.
فیروز وویل: که غواړئ نو قاضي ته لاړ شئ، خو
زما پر غاړه د هغې هېڅ حق نه دی پاتې چې ما
نه وي ادا کړی.
دوی قاضي ته لاړل. قاضي په هغه وخت کې د
پاچا سره ناست وه د ښځې ورونو وویل :
قاضي صاحب! موږ یو سرسبز باغ، له مېوو ډکې
ونې او خوږې اوبه د دې سړي په واک کې ورکړې
وې، خو دې زموږ باغ ویجاړ کړ، ټولې مېوې یې
خوړلې، ونې یې پرې کړې او کوهی یې بند کړ.
قاضي له فیروز څخه پوښتنه وکړه فیروز وویل:
قاضي صاحب! هغه باغ چې ما ته سپارل شوی
و، زه تر پخوا په ښه حالت کې دوی ته بېرته
سپارم.
قاضي وویل: فیروزه! ته ولې باغ پرېږدې؟
فیروز وویل: قاضي صاحب! ما باغ له بغض نه
دی پرېښی، بلکې یوه ورځ باغ ته ورغلم، هلته
مې د زمري د پنجو نښې ولیدلې، ډار شوم چې
زمری به مې وخوري، نو د زمري له ډاره مې باغ
ته ورتګ پرېښود.
پاچا چې په چوکۍ کې ناست و او دا ټولې خبرې
یې اورېدې، سمدستي پاڅېد او ویې ویل: فیروزه!
خپل باغ ته په ډاډه زړه لاړ شه. په الله قسم،
زمری ستا باغ ته راغلی و، خو نه یې څه اثر
پرېښود، نه یې کومه پاڼه ماته کړه او نه یې
مېوه وخوړه. هغه لږ وخت هلته پاتې شو او
مایوسه بېرته لاړ. په الله قسم چې ما تر اوسه
ستا د باغ په څېر مضبوط دېوالونه نه دي لیدلي.
فیروز کور ته راستون شو او خپله ښځه یې بېرته راوستله ،نه قاضي او نه نورو خلکو ته
د کیسې اصلي رښتیا معلوم شول.

#پاچا | #غلام | #ښځه | #عبرت

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
2,7000075
Photo1/2
🌕دا انځور چې تاسو وینئ په 1445 میلادي
کال کې د سوزدال له جګړې وروسته حالت ښه
یې. چې د روسیې واکمن دویم واسیلي د قبیلة
الذهبیة یا زرینې اردو مسلمان مشر ته جزیه یا
مالیه وړاندې کوي.🪙
یاده دې وي چې زرینه اردو د مغولو د پوځ یوه
برخه وه. یاده اردو د برکه خان په قیادت کې
په کال 1252 میلادي کې په بخارا کې په اسلام
مشرفه شوه.
وروسته بیا د مملوکیانو سره متحد شول تر څو
هلاکو خان ته ماته ورکړي.
دوی په منځنۍ آسیا کې شاوخوا ٢٤٠ کاله واکمني
کړې ده. او روسي حکومت یې دې ته اړ کړی وو
تر څو د دوی حکم ومني او د جزیې ورکړې ته
غاړه کېږدي.

| #تاريخ | #حقايق | #افتخار | #باج

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,1600047
Photo1/2
له عبرت څخه ډکه کيسه 📚

یو ځل یو سړی د حوض ترڅنګ ناست و او
لاسونه یې مینځل ، یو کارغه راغی او د صابون
یوه ټوټه یې په نوک کې واخیسته او لاړ .! 🐦‍⬛
له دی نه ۳۰ کاله تیر شول .

یوه ورځ بیا هماغه سړی کباب پخاوه ، کارغه
بیا راغی، د کباب یوه ټوټه یې پورته کړه او
خپلې ځالې ته یې یوړه، خو نه پوهېده چې له
کباب سره یوه کوچنۍ سکروټه هم ورسره
نښتې ده .

کله چې ځالې ته ورسېد، هماغه سکروټې اور
واخیست او د کارغه ځاله او بچیان یې
وسوځول.

کارغه بېرته راغی او سړي ته یې وویل:
ایا تا ماته بده دعا وکړه؟ ما خو یوازې د کباب
یوه ټوټه وړې وه، خو زما ټول ژوند وسوځېد.!

سړي ورته وویل:
دا چې ته اوس سوځیدلې یې، دا د هغه صابون
بدل و چې ۳۰ کاله مخکې دې وړی و… د کباب
حساب لا پاتې دی.

نو فکر مه کوئ که څوک ظلم وکړي او لاړ شي،
نو هر څه ختم شول ، نه د خدای حساب ورو
وي، خو هېڅکله نه هېرېږي.!

♾ #عبرت : هر عمل خپل بدل لري، او انسان
یوه ورځ د خپلو کړنو نتیجه خامخا ویني.!


د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,1000074
Photo1/2
لنډه کيسه 📚

یو دولتي چارواکی یوه کلي ته لاړ هلته یې له
خلکو وپوښتل چې تاسې کومې کومې ستونزي
لرئ؟
خلکو ورته وویلې چې ښاغلیه مونږ له دوو
بنسټیزو ستونزو څخه کړیږو
لومړی دا چې مونږ په کلي کې یواځې یو
روغتیایې مرکز لرو خو هلته هیڅ ډاکټر نسته
چارواکی مسکی شو جیب ته یې لاس کړ
موبایل یې راوویسته زنګ یې ووهه او ویې
ویل سبا ته دې کلي ته سمدستي ډاکتران راولیږئ موبایل یې قطع کړ او ویې ویل ښه
بله ستونزه څه ده؟
خلکو ورته وویلې چې دویمه ستونزه داده چې
په دې کلي کې هیڅ تیلفوني شبکې کار نکوي .

| #دروغ | #عبرت | #حکومت

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,5500091
Photo1/2
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو
تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم.
خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو
یواځې په کجورو او اوبو ژوند تیراوو که
اړتیا شوه مونږ بیا هم همغه ژوند ته ستنیدلی
شو ، خو تاسو له تیلو پرته ژوندي نشئ پاتي
کیدلی نو کرار شئ او د عربو په خلاف داسرایلو
ملاتړ بس کړئ .! 🇮🇱
دا وه د عبدالعزیز زوی شافیصل 👳🏻‍♂
ایا په عربو کې د یو بل شافیصل ضرورت
نه محسوسیږي؟

#اسرائيل | #عرب | #امريکا

د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,2700077
Photo1/2
د خندا ډکه کيسه 🤣

یو سړی د غوږونو له اړخه ډېر دروند شوی وه
یوه ورځ خبر شو چې ګاونډی یې سخت ناروغ
دی هغه فکر وکړ چې ښه به وي د هغه پوښتنې
ته ولاړ شي، خو اندېښمن و چې دی خو ښه نه
اوري، نو د ناروغ خبرې به څنګه واوري؟

نو په کور کې یې له ځانه سره یو پلان جوړ
کړ چې زه به څه پوښتم او هغه به څه ځواب
راکوي.

له ځانه سره یې وویل:
زه به وپوښتم:
روغتیا دې څنګه ده؟

هغه به خامخا ووایي:
له پخوا ښه یم.

نو زه به ووایم:
شکر دی، الله دې نوره هم روغتیا درکړي.

بیا به وپوښتم:
څه شی خوري؟

هغه به ووایي:
لوبیا یا دال.

نو زه به ووایم:
وا ډېر ښه، دا به دې بدن ته ګټه وکړي
او ځواک به درکړي.

وروستی به وپوښتم:
کوم ډاکټر دوا درکړیده؟
هغه به د کوم ښه ډاکټر نوم واخلي.
نو زه به ووایم:
ډیر ښه، د هغه په لاس کې ډېره شفا ده،
علاج دې همداسې جاري وساته.

له دې زبردست پلان سره هغه د ګاونډي کور
ته ولاړ ، خو بدبختانه، ګاونډی ډېر سخت
ناروغ و او له درده تنګ شوی و.

کوڼ سړي په موسکا وپوښتل:
روغتیا دې اوس څنګه ده؟

ناروغ له درده په تکلیف و، ورو یې وویل:
څه ووایم، مرګ ته شپي سبا کوم.
کوڼ سړي د خپل پلان له مخې سمدستي
خوشحاله شو او ویې ویل:
واه واه، د الله ډیر شکر، دا خو ډېره
د خوشحالۍ خبره ده!😄

ناروغ پسې غوسه شو.
بیا کوڼ سړي وپوښتل:
او نن سبا څه خوراک کوې؟

ناروغ په غوصه وویل:
زهر خورم، زهر!

کوڼ سړي په خندا دعا وکړه:
ماشاءالله، ښه پرې ځان موړوه، دا به دې
بدن ته ډېر قوت ورکړي!😂

اوس د ناروغ غوسه اسمان ته ورسېده.
کوڼ سړي وروستی سوال وکړ:
او علاج دې د کوم ډاکټر روان دی؟

ناروغ په غوسه چیغه کړه:
عزرائیل زما علاج کوي!

کوڼ سړي په ډاډه زړه سر وخوځاوه
او ویې ویل: سبحان الله، ډېر ښه ډاکټر دی.
د هغه په لاس کې خو بېخي ډېره شفا ده،
ښه علاج به د وکړي!😁

🔎درس: کله ناکله بې له سم درک او پوهېدو
خبرې کول، انسان د خندا وړ ګرځوي. مخکې
له ځواب ویلو، سم اورېدل او پوهېدل ډیر مهم
دي.

| #ژوند | #کیسه | #حکایت | #نکل | #بریا


د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,1000066
Photo
بیخې زیاته جالبه ده 😑
دوه ملګري ول یو هندو بل عیسوي، دواړو نه په
یوه صحرا کې لار ورکه شوه .
دواړه ډېر ستړي او وږي شوي ول، هندو
شاوخوا نظر واچوه او ډېر لرې ورته یو
جومات ښکاره شو.
هندو عیسوي ملګري ته وویل " لاړ به شو
جومات ته ، زه به ځان احمد معرفي کړم ته
ځان محمد معرفي کړه او له هغوی نه به ډوډۍ وغواړو.
عیسوي ورته وویل چې زه درسره ځم خو خپل
نوم نه بدلوم.
دواړه لاړل جومات ته او د جومات امام نه یې
د اوبو او ډوډۍ غوښتنه وکړه .
امام له دوی نه د نوم پوښتنه وکړه نو هندو
ورته وویل چې زه احمد یم او عیسوي ورته
وویل چې زه مایکل یم .
امام یو طالب ته غږ کړل چې مایکل ته ډوډۍ
او اوبه راوړه او هندو ته یې وویل چې
"وايه کنه احمده روژه څنګه تيريږي؟"😜

څه پوه شوي 🤔

| #مسلمان | #عئسوي | #روژه

د زمانو خبرې📜🗣
2,1700058
Photo
✔️ له پنده ډکه کيسه :

یوې ډلې بیزوګانو به هره ورځ د یو بزګر له پټي
څخه جوار غلا کول. د همدې لپاره به د پټي
مالک چې بیزوګان ولیدل، نو پسې منډه به یې
کړه. بیزوګانو به نشول کولای چې د زړه له
کومې جوار وخوري.

یوه ورځ ناڅاپه همغه مالک، یعنې بزګر، ومړ
کله چې بیزوګانو واورېدل چې بزګر مړ شوی،
نو هغوی په ډېرې خوشحالۍ نڅاګانې وکړې.

خو د بزګر له نشتوالي سره، راتلونکی کال هېڅ جوار و نه کرل شول. وږي بیزوګان ډېر ژر پوه
شول چې هغه څوګ چې دوی دښمن ګاڼه، په
حقیقت کې هماغه بزګر و چې د دوی لپاره یې
خواړه تولیدول.

📌درس : هغه څوګ یا څه چې ته یې نن
ارزښت نه پېژنې او بې پروايي ورسره کوې،
یوه ورځ به یې په رښتیا اهمیت او ارزښت
درک کړې.!

او بل که مو کيسه خوښه شوې وې
لايک او له نورو سره يې شريکه کړئ

| #ژوند | #کیسه | #حکایت

د زمانو خبرې📜🗣
2,1800052
Photo
📚 لنډه کيسه :
ناپوهي له لېونتوب نه هم زياته بده ده !

يو سړی مجبور شو چې د خپل موټر پنچر شوی ټاير د رواني ناروغيو د درملنې يوه روغتون تر څنګ بدل کړي.
هغه د ټایر پیچونه (بولټونه) راواېستل او یوې
خواته یې کېښودل. پرته لدې چې ورته پام يې
شي، یو ماشوم راغی، پیچونه یې غلا کړل او
وتښتېده!

د موټر خاوند انديښمن شو او فکر يې وکړو چې په ستونزه کې ګير شو، ځکه بې له پیچونو
د سټاپني ټایر لګول ناشوني و، هغه د موټر تر
څنګ غمجن ودرېده او د حل لارې په لټه کې
شو.
ناڅاپه د روغتون يو ناروغ ورته د دېوال له شا
څخه ور غږ کړ: څه ستونزه درته پیښه شوي ده؟
سړي ځواب ورکړ: يو ماشوم د ټاير پيچونه غلا
کړي دي.

ناروغ ورته وويل: ښه، له هر يو ټاير څخه يو
پيچ پور را واخله، او بيا د سټاپني ټاير پرې
ولګوه.

د موټر خاوند وویل: رښتيا هم، دا خو ډېره سمه
مشوره ده، هغه د موټر ټاير ولګاوه، او بيا يې
د روغتون ناروغ ته مخ ور واړاوه او پوښتنه
يې ترې وکړه:
عجيبه ده، ته دلته په روغتون کې څه کوې؟
ناروغ ځواب ورکړ: زه لېونی يم هو خوستا
په څېر ناپوه نه يم .! 💯

📌نوټ : د لايک ، لينک نشر کول مه هيروئ

| #ناپوه | #روغتون | #موټر

د زمانو خبرې📜🗣
1,9500046
Photo
🛑نن ماته په خپل اشرف المخلوقات شرم راغی،
کله چې مې د ابن خلدون دا خبره مې ولوسته
چې د یوې مرغۍ ماغزه یوازې دوه ګرامه دي
او د ازادۍ په لټه کې دي. د ځینو سر 1.4 کیلو
وزن وي او د ذلت او غلامۍ په لټه کې دي.!🥺

ابن خلدون د تاریخ له لویو ذهنو څخه وه،
دا یې بله هم عجیبه خبره هم کړې چې :

که ماته واک راکړل شي چې یو ظالم او غلام
محوه کړم، غلامان به محوه کړم ځکه چې
دا هغه غلامان دي چې طاغوتي/ ظلم
واکمنان یې جوړ کړي دي.! 💯

🗣فکري غلامي وطن او ملت تباه کوي!

#ابن_خلدون | #فلسفه | #غلامي

د زمانو خبرې📜🗣
1,5400038
Photo1/2
عبرت ناکه او په زړه پوري کيسه 📚

وایي یو عالِم سپي ته وویل : ته ډېر وفادار
یې خو تا كې درې 3 خویونه ډېر بد دي ‼
1⃣ دا چې پر دیوال بولې کوې .
2⃣ دا چې د شپې ډېر غاپې .
3⃣ دا چې کله کوم ملنګ راشي
نو ور پسې غاپې .!

سپي ورته وویل :
په دیوال ځکه بولې کوم چې کیدای شي په
ځمکه د الله ﷻ کوم بنده سجده ولګوي .!
د شپې ډیر ځكه غاپم چې کیدای شي د الله ﷻ
کوم بنده را ویښ شي او د الله ﷻ ثنا او صفت
بیان کړي .!
ملنګ پسې ځکه غاپم چې ملنګ یې د رب
العلمین څخه نه غواړي خو د یو عاجز بنده
له در نه خپل خواست غواړي .!

✅يادونه : له دغې کيسي څخه مو څه زده
💬 کړل په کمنټ کې وواياست ګډونوالو .!


د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
2,8600072
Photo1/2
🎧 يوه لنډه خو د پند نه ډکه
☑ کيسه د چرګ او قصاب :

په يو کلي کې يو قصاب اوسېده چې هره ورځ
به يې چرګان حلالول او غوښه به يې خرڅوله،
د هغه ترڅنګ څو چرګان ګرځېدل ، يوه ورځ يو
کوچنی چرګ له خپلې مور وپوښتل: مورې !
ولې دا قصاب موږ ته تل په بده سترګه ګوري؟
مور چرګې وويل: زويه ! ځکه چې زموږ غوښه
د هغه د کار برخه ده، نو موږ بايد تل احتياط
وکړو.!
خو هغه کوچنی چرګ بې پروا و. يوه ورځ د
قصاب دوکان ته ډېر نږدې شو. قصاب هغه
وليد، ژر يې ونيو او حلال يې کړ.!
نور چرګان وويرېدل. مور چرګې په غم وويل:
ما درته ويلي وو، چې بې احتياطي خطر لري.!

🗣عبرت : د خطر نه ځان ساتل او د مشرانو
✅ خبرې اورېدل انسان له تاوانه ژغوري .!


د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
2,7000066
Photo1/2
📖 لنډه خو جالبه کیسه حتمن یی ولولئ🥀

يو وخت حضرت علي (رض) په مدینه منوره
کې په یوه کوڅه تېرېده ، ویې لیدل چې یوه
ضعیفه او بوډۍ ښځه په ډېر تکلیف سره د اوبو
یو دروند بوشکه په شا وړي. هغه په سختۍ
ګامونه اخیستل او له ډېرې ستړیا یې ساه لنډه
لنډه کېدله ، حضرت علي (رض) چې د مېړانې او
سخاوت سمبول و، مخکې ورغی او په ډېره
عاجزۍ یې ورته وویل: مورې! اجازه راکړه چې
دا بوشکه زه تر کوره درته ورسوم ، بوډۍ ښځې چې حضرت علي یې نه پیژندلو، بوشکه ورکړه ،
حضرت علي (رض) بوشکه په اوږه کړ او د هغې
تر کوره یې ورساوه ، په لاره کې یې ترې وپوښتل: مورې! ستا د کور نارینه چیرته دي
چې ته پخپله دا دروند بوشکه وړې؟
بوډۍ ښځې په خپګان سره وویل: زما مېړه د
حضرت علي په لښکر کې په یو جنګ کې شهید
شوی، اوس یوازې زه یم او زما یتیمان ماشومان ،
هیڅوک نلرو چې مرسته راسره وکړي، نو
ځکه مجبوره یم چې دا کارونه پخپله وکړم.!
حضرت علي (رض) چې دا واورېدل ، زړه یې
ډېر درد وکړ او په هغه شپه یې تر سهاره خوب
ونه کړ ، سهار وختي یې د اوړو یوه بوجۍ، غوړي
او خرما راواخیستل او د هغې ښځې کور ته
ورغی ، کله چې یې دروازه وټکوله، ښځې
وویل: څوک یې؟
ده وویل: زه همغه سړی یم چې پرون مې ستا
بوشکه راوړی و، ستاسو لپاره مې لږ خواړه
راوړي دي ، ښځې دروازه خلاصه کړه او په
خوشالۍ یې وویل: "الله دې له تا راضي شي او
زموږ او د علي ترمنځ دې الله فیصله وکړي .! (ځکه هغه زموږ له حاله خبر نه دی).
حضرت علي (رض) ورته وویل: خورې! زه به
ستا د ماشومانو لپاره ډوډۍ پخه کړم او که ته
غواړې ته یې پخه کړه زه به ماشومان وساتم.!
ښځې وویل: زه ډوډۍ ښه پخولی شم، ته ماشومان
وساته ، حضرت علي (رض) ماشومانو ته غوښه
او خرما ورکول او له هغوی سره یې لوبې کولې
ترڅو هغوی خوشاله شي. کله چې ښځې تنور
بل کړ، حضرت علي (رض) خپل مخ د تنور لمبو
ته نږدې کړ او له ځان سره یې ویل: ای علي!
د اور ګرمي وڅکه! دا د هغه چا سزا ده چې د
کونډو او یتیمانو له حاله غافل وي .! 🥺
په همدې وخت کې یوه ګاونډۍ ښځه راغله،
کله چې یې حضرت علي (رض) وپېژانده، نو په
چیغه یې وویل: ای ښځې! توبه وباسه، ایا ته
پوهیږې چې دا څوک دی؟ دا خو امیر المؤمنین
حضرت علي دی!
بوډۍ ښځه سخته وډار شوه او په لړزېدلي غږ
یې وویل: یا امیر المؤمنینه! ما وبخښه، ما ستا
بې ادبي وکړه ، حضرت علي (رض) په ډېره
نرمۍ ورته وویل: نه خورې! بلکې ته ما وبخښه
چې تر اوسه ستا له حاله غافل وم.! 🤗


☑يادونه: لايک او کمنټ کوئ ملګرو تر څو
نوري او په زړه پوري کيسي درته نشر کړو
او د چينل لينک هم خپلو دوستانو ته وليږئ
مينه او مننه له ملتیا مو ښاغلو او اغلو .📚


د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories
3,5500096

Showing 30 of 35 posts

درجہ بندی

لاگ ان درکار ہے

Frequently Asked Questions

د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه ٹیلیگرام چینل کس بارے میں ہے؟+

د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه (@zamanostories) tgdio پر Funny Videos زمرے میں درج ایک ٹیلیگرام چینل ہے۔ اس پروفائل پر رینکنگ، ریٹنگ، ریویوز اور حالیہ پوسٹس دیکھ کر سبسکرائب کرنے سے پہلے فیصلہ کریں۔ اس وقت tgdio پر تقریباً 3,752 سبسکرائبرز ہیں۔

میں د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه (@zamanostories) کو ٹیلیگرام پر کیسے جوائن کروں؟+

tgdio پر چینل پروفائل کھولیں، پھر Join / Open in Telegram سے @zamanostories پر مفت سبسکرائب کریں۔

کیا د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه اچھا Funny Videos چینل ہے؟+

tgdio پر جوائن سے پہلے د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه کی ریٹنگ، ریویوز، رینکنگ اور پوسٹس دیکھیں۔ اس وقت tgdio پر تقریباً 3,752 سبسکرائبرز ہیں۔ اسی Funny Videos کے دیگر چینلز سے موازنہ کریں۔

د زمانو خبرې | لنډې کېسي | عبرتناکې اسلامي کیسي | کیسه | کیسې او خیالونه | پټ راز | لنډه کیسه | د عبرت نړۍ | خندا او عبرت | ټوکه کے سٹیٹس اور پوسٹس کہاں دیکھوں؟+

tgdio پر @zamanostories صفحہ کھولیں — سبسکرائبرز، رینکنگ، ریٹنگ اور پوسٹس۔ Stats لنک سے گروتھ چارٹ دیکھیں۔