1/2د ستر امام ابو حنیفه صاحب په ژوند کې ډېرې داسې کيسې دي چې عامل ته د فقهې، داعي ته د ښو اخالقو، صوفي ته د عبادت او عادي مسلمان ته د
اسلامي اخلاقو اوچت درسونه ورکوي. راځي د ستر امام ابو حنیفه صاحب يوه په زړه پورې کيسه په ګډه ولولو:
په څلورو سني مذاهبو کې د حنفي مذهب مؤسس ستر امام ابوحنيفه صاحب به د شپې په تجهد او عبادت بوخت و او د کور له ګاونډه به
يې د شرابې غږ ډېر تنګاوه. شرابې ګاونډي به يې د نشې په حال کې په ډېر بد او اوچت غږ سندرې ويلې چې ستر امام صاحب به يې ډېر په
عذاباوه. د شرابې مېرمنې به تل راټه او ورته به يې ويلې چې د ستر
امام ابو حنیفه ګاونډی يې، که له بل چا نه شرمیږي، له ده خو حيا وکړه !خو
شرابي به تل لاوبالي ځواب ورکاوه او خپلو سندرو ته به يې ادامه
ورکوله.
د امام ابو حنيفه مېرمنې به ورته ويلې چې دی خو تا ډېر تنګوي. له
خدای ج سره خبرو او عبادت ته دې آرام نه پرېږي، يو غم يې باید
وخورې. خوامام صاحب به تل په دې ټينګار کاوه چې زه دعاورته کوم، خدای
به يې نېکې لارې ته برابر کړي. امام به تل د شرابې د سندرو له اورېدو
سره موسکی کېده، خو کله چې به په لمانځه ودرېد، دومره به له
خدای سره په خبرو کې ډوب شو چې د شرابې خشن غږ به يې بيخي
نه حس کاوه !
د امام صاحب شرابي ګاونډي کار پرې ايښی و، په کور پروت و او تل به يې
په شراب څښلو او بې فکرۍ وخت تېراوه. امام صاحب د دې پر ځای چې
حاکم ته وړانديز وکړي چې له شرابې ګاونډي يې -چې تل خلکو ته
مزاحمت کوي- خلاص کړي، د شرابې د کور کرايه هم له خپله جېبه
ورکوله
دوه شپې امام صاحب د تهجد او عبادت په مهال د شرابې ګاونډی غږ وانه ورېد، نو
اندېښمن شو چې خدای مه کړه ناروغ شوی نه وي! امام صاحب خپلې
مېرمنې ته امر وکړ چې د شرابې له مېرمنې يې د حال پوښتنه وکړي.
مېرمنې يې ورته وويل چې دوه ورځې کېږي چې له کوره وتلی او لا يې
احوال نه شته چې چېرته دی، نو مېرمن يې هم اندېښمنه او ناروغه
ده.
امام صاحب چې له دې حادثې خبر شو، ډېر غمجن شو چې ولې مخکې نه
دی خبر شوی، نو خپل شاګرد ابو يوسف ته يې امر وکړ چې پلټنه يې
وکړي چې څه پرې شوي او چېرته دی؟
ابو يوسف له ګرځېدو او پلټنې وروسته معلومه کړه چې شرابې د
نېشې په حالت کې له کوره وتلی او د شپې ګزمې نيولی دی. امام صاحب ددې خبرې له اورېدو سره ډېر غمجن شو او ابو يوسف ته يې وويل چې
امیر ته ورځو او ورنه هيله کوو چې آزاد يې کړي. ابو يوسف له دې
سره سره چې تعجب يې وکړ چې امام صاحب يوه ورځ هم د امیر غوښتنه ونه
منله اوملاقات ته يې حاضر نه شو او نن د يوه شرابې د خلاصېدو لپاره ورځي، ورسره لاړ.
امام صاحب له خپل شاګرد ابو يوسف سره امیر ته ورغی. امیر ډېر خوښ شو؛
او امام ابو حنيفه صاحب د احترام لپاره يې ټول هغه زندانيان چې د شرابې
ګانډي له بندي کېدو سره بندي شوي وو، آزاد کړل او شرابې ګاونډي
ته يې څه پيسې هم ورکړې. د امام صاحب ګاونډي چې د ستر امام صاحب اوچت اخلاق وليدل، په ژړا شو او په خپلو کارونو سخت پښېمانه شو هامغلته
يې له امام صاحب سره وعده وکړه چې توبه به وباسي. له دې سره يې امام صاحب ته وويل چې نصيحت ورته وکړي. امام صاحب ورته وويل چې جهاد وکړه. ده هم په ډېره خوښۍ ومنله چې د خدای ج په لاره کې به تر شهادته جهادکوي، خوامام صاحب ورته وويل د کورنۍ له پاره نفقه پیدا کول هم جهاد دي
او ته دې همدا جهاد وکړه !
شرابې په داسې حال کې چې ژړل يې، د امام صاحب په ګاونډيتوب يې وياړ
کاوه، د توبې له وعدې سره له امام صاحب څخه رخصت شو.
یادونه :
ستر امام ابو حنیفه صاحب څومره صبرکاوه. هغه غوښتل ګناه په ډېره ښه او بريالۍ لار منع کړي
امام صاحب تر هر څه دمخه د شرابې د اصلاح له پاره دعا وکړه او بيا يې
په دومره ښه طريقه اصلاح ته راوباله چې آن ګناهکار له شرمه ونه شو کوالی ګناه ته ادامه ورکړي.
بله دا چې د امام ابو حنيفه صاحب له حاکم سره څنګه تعامل کاوه؟
امام صاحب خپلو شاګردانو ته ويل چې له حاکم سره داسې تعامل کوئ لکه
له اور سره. مه دومره ورنږدې کېږئ چې ومو سوځوي او مه دومره
ترې لرې کېږئ چې چې ترې استفاده ونه شې کړای.
داوه د ستر امام ابو حنیفه صاحب اوچت اخلاق او عالې روزنه
که قیصه کي فکر وکړو شاید دزده کړي لپاره ډیر څه وي
که تاسو ته هم دستر امام ابو حنیفه صاحب کومه قیصه یاده وي
حتمن یې کمینټ کي راسره شریک کړئ
د زمانو خبرې📜🗣@ZamanoStories









